• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مالستان او جاغوري ته خاص ځواکونه ورسېدل

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/12

د غزني مالستان او جاغوري ولسوالیو د ژغورنې لپاره خاص ځواکونه رسیدلي دي.

ملي دفاع وزارت وايي٬ هوايي ځواک ترڅنګ ځکمنۍ ځواک هم د مالستان او جاغوري ولسوالیو ته روان دي.

لوی درسیتز شریف یفتلي وویل٬ په دواړو ولسوالیو کې سلګونه وسلوال وژل شوي دي.

د غزني ولایت ترټولو امن ولسوالیو باندې وسله والو طالبانو بریدونه کړي چې ځايي خلک یې وارخطا کړي دي.

لوی درستیز شریف یفتلي وايي، ملي دفاع وزارت د خلکو وارخطايي د کابو کولو لپاره ډاډ ورکړ چې افغان ځواکونه یې دواړه ولسوالیو ته لیږلي چې ګواښونه له منځه یوسي او وسله والې ډلې وځپي.

د هوایي ځواکونو تر څنګ ځمکني ځواکونه هم مالستان او جاغوري ته روان شوي چې دا ولسوالۍ د سقوط له ګواښ وژغوري.

په دې ولسوالیو باندې لومړني بریدونه او عملیات پیل شوي چې د ملي دفاع وزارت پکې وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

له دې کنفرانس څو شیبې وړاندې د طالبانو ویاند رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې لیکلي و چې د مالستان ټولو امنیتي پوستې او ولسوالۍ یې سقوط کړې، خو د طالبانو  دا ادعا افغان چارواکو رد کړې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو
افغانستان

جون 16, 2025
افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېر کال هوايي دهلېزونو له لارې د ۲۹۲ ميليونو ډالرو په ارزښت سوداګري شوې

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

جون 16, 2025
د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

جون 16, 2025
د پاکستان دفاع وزير: هند د پاکستان خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي

د پاکستان دفاع وزير: هند د پاکستان خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي

جون 16, 2025
افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

جون 16, 2025
ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ

ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ

جون 16, 2025
اسراییلو پوځ: د ايران هوايي دفاع سیسټم مو ویجاړ کړی او پر فضا یې واکمن یو

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist