د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، د امریکا په غوښتنه مو افغان سوله کې مرسته کړې.
پاکستان وایي، د امریکا په خوښه یې د افغانستان د سولې له بهير سره مرسته کړې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي، پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې سوله راشي او په دغه برخه کې یې خپلو هڅو ته دوام ورکړی.
قریشي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان د سولې د بهير عمل پېل شوی او افغانستان ته په سفر کې یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايه رئيس او بهرنيو چارو سرپرست سره تفصيلي خبرې کړي او دواړو هېوادونو په ګډه يوه تګلاره جوړه او عملي کړې ده.
قریشي زیاته کړې پاکستان ځکه په مسکو کې د افغانستان د سولې په خبرو کې ګډون وکړ چې د هر هغې هڅې ملاتړ کوي چې د افغانستان لپاره غوره وي.