Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

فراه؛ د طالبانو برید ۴۰ ملکيان او پوځيان وژلي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/12

فراه؛ د طالبانو برید ۴۰ ملکيان او پوځيان وژلي

د فراه ولایت خاکسفید ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون  څلویښت سیمه يېزپولیس د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

د دې ولایت د ولایتي شورا غړی داد الله قانع وايي، طالبانو تیره شپه د خاکسفید ولسوالۍ اړوند د خوست سیمې د سیمه يېزو پولیسو پرپوستو ډله يېز برید کړی دی.

هغه وايي، طالبانو یاده سیمه خپل ترکنټرول لاندې راوستلې چې پرمهال یې ترڅلویښتو پوري سیمه يېز پولیس، ښځي او ماشومان وژل شوي.

نوموړی وايي، طالبانو د یادو پولیسو ګڼ شمیر وسلې اومهمات هم ترلاسه کړي دي. 

هغه وايي، طالبانو یاده سیمه کې د خلکو کورونو ته هم اور ورته کړی دی.

دادالله قانع ادعا کوي چې دغه سیمه کې طالبانو د خلکو کورونوته هم اورورته کړی.

د فراه امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد هم مني چې دغه سیمه د طالبانو ترکنټرول لاندي راغلی.

نوموړی وايي، سیمه کې سیمه يېزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمیره يې په لاس کې نلري. 

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه وسله والو طالبانو د فراه ښار پر دروازو ډله يېز بریدونه وکړل. 

د فراه د ولایتي شورا غړی دادالله قانع وايي، جګړې ترشپې ناوخته دوام وکړ چې پرمهال يې طالبانو د برنګتوت او باغپل سیمو چې د فراه مرکز اړوند کیږي دوې پوستې سقوط کړي. 

هغه وايي، دغو پوستو کې نهه پولیس وژل شوي او یوشمیر نورټپيان دي. 

دغه راز طالبانو تیره شپه د بالابلوک ولسوالۍ د توت په سیمه کې هم د پولیسو یوه پوسته سقوط کړې چې څلور پولیس په کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. 

د فراه ولایتي شورا خبرداری ورکوي که چېرې مرکزي حکومت د دې ولایت د امنیت لپاره جدي اقدام ونه کړي نو ښايې له سقوط سره مخ شي. 

څو میاشتې وړاندې هم طالبانو د فراه پرمرکز د څو لورو ډله يېز برید وکړ چې آن ښار ترمرکزه ورسیدل. 

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خاکسفید کې حکومت ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي خو د خپل لوري د ښځو او ماشومانو وژل کیده او د کورونو سوځیدل په کلکه ردوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist