• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یمن؛ یوه میاشت کې سعودي او حوثیانو ۲۰۰ یمنیانو ته مرګ ژوبله اړولې

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/10

یمن؛ یوه میاشت کې سعودي او حوثیانو ۲۰۰ یمنیانو ته مرګ ژوبله اړولې

د یمن په حدیده ښار کې په یوه میاشت کې کابو ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ملګروملتونو مرستندویه ادارې وايي، دغه وژنې د سعودي ایتلاف او حوثي یاغیانو ترمنځ په جګړه کې شوې دي.

د بشر حقونو اداره وايي، اوسمهال زرګونه کسان د جګړې په سیمو کې بند پاتي دي چې نه یې د تښتې لار شته او نه ورته مرستې رسیږي.

ملګري ملتونه وايي، په دې میاشت کې په حدیده بندري ښار کې نږدې سل تنه وژل شوي او کابو سل نور ټپیان دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي دغه شمیر کسان د سعودي ایتلاف او د حوثي یاغیانو ترمنځ جګړه کې وژل شوي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو اداره  شبیه مانتو وویل، ((په دې وروستیو کې  د حدیدې ښار په شاوخوا کې جګړې ډیر زور اخیستی دی. په ځانګړې توګه په ختیځه او لویدیځه برخه کې، د دې جګړه له امله یوازې په تیرې اکټوبر میاشت کې ۹۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۹۵ تنه نور ټپیان دي. همدا راز په دې موده کې روغتونونو او استوګنیزو ودانیو ته هم ډیر زیان اوښتی دی.))

مانتو وايي، په حدیده کې وضعیت ډير اندیښنې وړ دی. هغه زیاتوي چې ګڼ شمیر کسان په جګړه اییزو سیمو کې بند پاتې دي او چې وغواړي وتښتي هم نشي تښتیدلی. هغوی د خپلو مرستو د نه رسیدو لامل هم په سیمه کې سخته جګړه یادوي.

د ملګروملتونو تازه راپور وايي، د ټپیانو د درملنې مخه نیول کیږي او هغوی چې غواړي روغتون ته ولاړ شي د ناامنۍ له امله نشي تللی.

د یونیسف ویاند کریستوف بولیراک وویل، ((نا امني، روغتون ته د ناروغانو د ورتګ مخه نیسي. یو ډاکټر ماته و ویل چې هره ورځ ورته له ۲ زرو تر ۲ نیم زرو ناروغان ورځي، خو هغه ماته و نه ویل چې اوس څومره ناورغان لري، ماته هغه ډاکټر و ویل چې د ناروغانو ورتګ ورځ تر بلې د نا امنۍ له امله کمیږي.))

د سعودي ایتلاف او حوثیانو جګړه له تیرو څلورو کلونو راهیسې پیل شوې چې تر دې دمه پکې له لس زرو زیات کسان وژل شوي او سلګونه زره نور له خپلو سیمو او کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي
نړۍ

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

مې 31, 2025
کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی
نړۍ

ټي.ټي.پي: وروستیو کې مو د پاکستان له پوځ درې مهم مرکزونه نیولي

مې 28, 2025
ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
نړۍ

ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

مې 20, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ
نړۍ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې
نړۍ

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
د پاکستاني طالبانو تحریک: تېره میاشت مو د پاکستان پر پوځ ۱۴۷ بریدونه کړي
نړۍ

ټي.ټي.پي ۲۵ پاکستاني پوځيان وژلي

مې 11, 2025

وروستي خبرونه

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist