Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان ښځو ته د اسلام په رڼا کې حقوق غواړي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/10

عباس وايي افغان مېرمنو ته د شريعت په رڼا کې حقوق ، زده کړې او کار غواړي.

د مسکو د غونډې په څنډه کې د طالبانو د قطر د فتر مشر ويلي ، د ښځو د زده کړو او کار مخالف نه دي خو هرڅه ته د اسلامي شريعت په چوکاټ کې اجازه ورکوي.

عباس ستانکزي همداراز افغان حکومت تورن کړی چې سولې ته ژمن نه دی او د سولې کنفرانسونو کې یې د دوی له ونډې سره مخالفت کړی.

د افغان سولې په تړاو غونډه ، چې د روسې پلازمېنه مسکو کې جوړه شوې وه ، د طالبانو د استازو په شمول د سيمې یوشمېر هېوادونو هم پکې ګډون کړی وو.
طالبانو د کنفرانس په څنډه کې په لومړي ځل نړیوالو ته په ښکاره په رسمي ډول دا پیغام ورکړ چې ګنې دوی  د ښځو د زدکړو پر ضد نه دي

ستانکزي د طالبانو د واکمنۍ په مهال شته ننګونو ته هم اشاره درلوده چې په خبره یې د  ښځو سربیره هغه مهال نارینه  اوماشومان هم ترې بې برخې وو.

عباس د طالبانو په دریځ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه ، امريکا باید له افغانستان ووځي، ځکه دا د افغانانو خاوره ده او په خپله خاوره کې یو امريکايي هم نشې زغملی.

ستانکزي حکومت هم وننګاوه چې ګنې رښتینې سولې ته ژمن نه دی ځکه د هغه په خبره سوله کې یې ګټې په خطر کې دي.

ستانکزی وايي د سولې په هر کنفرانس کې ګډون ته چمتو و خو تل يې د حضور په تړاو افغان حکومت مخالفت کړی.

شېر محمد عباس ستانکزي داسې ویلي (( که تاسو اورېدلي وي په هر ځای کې  چې د سولې په تړاو کنفرانس وي افغان حکومت زموږ د حضور مخالفت کړی د مسکو غونډه باید درې میاشتې وړاندې تر سره شوې وای ؛ خو د افغان حکومت د مخالفت له امله وځنډې ده.))

دغه طالب چارواکی وايي څو ځله يې د داعش وسله والې ډلې د لمنځه وړو عمليات تر سره کړل ؛ خو کله ، چې دغه ډله ځپلو ته نږدې شوه ؛ نو کورنيو او بهرنيو ځواکنو ترې ژغورلي دي.

نوموړي د طالبانو د واکمنۍ په مهال د ترياکو کرکيلي ته هم اشاره وکړه چې صفر وه ؛ خو د امريکا په راتګ دا کچه په بې ساري ډول لوړه شوه چې اوس سیمې اونړۍ ته هم  ګواښ جوړیدای شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist