د کوچیانو ځینو نوماندانو هم غوښتنه وکړه چې له بایو متریک پرته رای دې باطلې شي.
د کوچیانو د حوزې نوماندانو غوښتنه کړې چې تر هغې دې لومړنۍ پایلې نه اعلانیږي چې ټولې رای او شکایتونه نه وي څېړل شوي.
د کوچي نوماندانو د مالوماتو له مخې د ولسي جرګې ټاکنو کې له نږدې دوه سوه زره رای ورکوونکو څخه یواځې شل زره کوچیانو ته د رای ورکولو زمینه برابره شوې.
د کوچیانو له حوزې دلته ځینې نوماندانو راټول شوي چې د ټاکنو کمېسیون یې غږ واوري.
دلته لکه د ځینو نورو نوماندانو غوښتنه ده چې له بایو متریک پرته رای شفافې نه دي او نباید په منول سیستم کارول شوې رای وشمېرل شي.
دلته یوه نیوکه دا وه چې د کوچیانو لپاره د رای ورکولو په مرکزونو کې د رای اچونې زمینه نه ده برابره شوې او په سلو کسانو کې شل یې توانیدلي، چې رایې وکاروي.
د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره یو سل اویا زره کوچیانو نوم لیکنه کړې وه، چې یواځې شل زره یې توانیدلي چې رای وکاروي.
ولسي جرګه کې د کوچیانو لپاره لس څوکۍ شته او ټول افغانستان ورته ټاکنیزه حوزه ټاکل شوې وه.