• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملي وفاق: طالبان پر افغان‌حکومت باور نه لري

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/08

افغانستان کې د جګړې په دواړو لورو مرستې بندې شوي نو ځکه یې سولې ته مخه کړې.

د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار ډاکټر سپنتا په یوې غونډې کې ټینګار کړی چې د طالبانو هغه شرط باندې دې بحث وشي چې د بهرنیو ځواکونو د حضور په تړاو یې لري.

له دې سره د کورنیو چارو مخکینی وزیر وایي، جګړې فقر او بې کاري زیاته کړې او سوله د جګړې په زور نه راځي.

بلخوا د احمد شاه مسعود بنسټ مشر انديښنه ښودلې چې طالبان په اوسني حکومت باور نه لري، نو ځکه له امریکا سره په خبرو ټینګار لري.

سوله د ملي وفاق په هنداره کې د غونډې تر شعار لاندې پخواني چارواکي راټول شوي چې تر ډيره یې بحث پر سوله او اوسني حکومت نیمګړتیاوو باندې دی.

د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا باور لري چې هغه سوله پایداره ده، کومه چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي.

رنګین دادفر سپنتا ټینګار کړی چې که سوله د بهرنیو ځواکونو د حضور په پای راځي، اړتیا ده چې بحث ورباندې وشي.

د ملي امنیت پخوانی سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا داسې وویل  (( که د طالبانو دا شرط وي چې امریکا دې خپل حضور په افغانستان کې ختم کړي، نو باید په دې برخه کې  بحث وشي .))
له دې سره یو ځای د کورنیو چارو مخکیني وزیر عمر داودزي نیوکه کړې چې اوسنی حکومت د اکثریت خلکو نماینده ګي نه کوي، ځکه فقر او بې کاري پکې اوج ته رسیدلې ده.

د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داوودزي داسې ویلي (( په فعلي وضعیت کې موږ له دوو مشکلاتو سره مخ یو نا امني او فقر او بې کاري سرمایی فرار ته زمینه مساعده کړې او همدا راز مرستې هم کمې شوي دي ))

د احمدشاه مسعود بنسټ مشر چې د دې غونډې کوربه دی، د اوسني حکومت په جوړښت کې باور نه لري چې سولې ته دې ورسیږي.

ولي مسعود وایي، حکومت د سیاسي قدرت لپاره سوله کړې وه او په پاتې څلور میاشتو کې نه شي توانیدلی چې افغانان سولې ته ورسوي.

د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود داسې وویل (( طالب هم اوس په دې حکومت باور نلري ځکه له دوی سره د سولې مذاکرات نه‌کوي له امریکا سره یې کوي ))

د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار ټینګار کړی، چې په یو ځای جګړه او سوله نه کېږي، وایي، سوله هغه وخت راتلونکې ده چې قوي اراده رامنځ ته شي او د جګړې لاملونه تر بحث لاندې ونیول شي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې مسکو کې طالبان او د سولې شورا غړي د بهرنیو استازو په حضور کې د روسیې په کوربتوب یوې ناسته کې ګډون کوي چې د جمعې په ورځ به پيل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي
افغانستان

افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

جون 16, 2025
ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ
افغانستان

ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ

جون 16, 2025
د صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېر کال هوايي دهلېزونو له لارې د ۲۹۲ ميليونو ډالرو په ارزښت سوداګري شوې
افغانستان

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېر کال هوايي دهلېزونو له لارې د ۲۹۲ ميليونو ډالرو په ارزښت سوداګري شوې

جون 16, 2025
شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده
افغانستان

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی
افغانستان

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي
افغانستان

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025

وروستي خبرونه

افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

جون 16, 2025
ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ

ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ

جون 16, 2025
اسراییلو پوځ: د ايران هوايي دفاع سیسټم مو ویجاړ کړی او پر فضا یې واکمن یو

اسراییلو پوځ: د ايران هوايي دفاع سیسټم مو ویجاړ کړی او پر فضا یې واکمن یو

جون 16, 2025
د صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېر کال هوايي دهلېزونو له لارې د ۲۹۲ ميليونو ډالرو په ارزښت سوداګري شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېر کال هوايي دهلېزونو له لارې د ۲۹۲ ميليونو ډالرو په ارزښت سوداګري شوې

جون 16, 2025
اقتصاد وزارت: د ایران او اسراییلو جګړه د افغانستان پراقتصاد منفي اغېزه لري

اقتصاد وزارت: د ایران او اسراییلو جګړه د افغانستان پراقتصاد منفي اغېزه لري

جون 16, 2025
بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

جون 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist