سلګونه یوغور مسلمانانو چین کې لاریون وکړ
سلګونه کسانو د چین د حکومت ضد لاریون وکړ.
ترکستاني مسلمانان وايي، د چین حکومت ورسره ډیر بد چلند کوي.
هغوی په جینیوا کې د ملګروملتونو مرکز مخ ته راټول شوي وو او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د یو میلیون یوغوري وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي ځواب و وايي.
د ملګروملتونو د بشري حقونو سازمان وايي، تیر اګسټ میاشت کې یو میلیون یوغوري وګړي پرته له کومې ګناه حکومتي کمپونو ته وړل شوي او هلته بې ګناه بندیان دي.
د یوغورو د کانګرس مشر دولکون عیسی وايي، د چین له حکومت باید پوښتنه وشي او هغوی په دې پیښه کې مسوول وګڼل شي.
د چین پر حکومت له اوږدې مودې راهیسې تورونه دي چې یوغوري او ترکستاني مسلمانانو سره ډير بد چلند کوي.