سوېلي کوریا او هند پر ګډ سټراټیژیک ټړون کار پيل کړ
سویلي کوریا او هند په یوه ګډ ځانګړي سټراټيژيک تړون کار کوي.
سویلي کوریا وايي هند سره به د خپلو اړیکو د پراختیا په موخه یو شمیر نور تړونونه هم لاسلیک کړي.
د سویلي کوریا لومړۍ میرمن کېم جونګ سووک نوي ډيلي ته تللې او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج سره یې په لیدنه کې دا خبرې کړي.
کېم جونګ سووک په دې سفر کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره هم وکتل.
د هند او سویلي کوریا ترمنځ د ښو اړیکو بهیر پراختیا موندلې او ګڼې خپل منځي هوکړې یې کړې دي.
په پام کې ده چې د سویلي کوریا لومړۍ میرمن به له رسمي لیدو کتو وروسته د هند د لرغونو سیمو لیدو ته هم ولاړه شي.