Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کفر ویونکې مېرمنې مدافع وکیل هالند ته وتښتېد

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/06

د کفر ویونکې مېرمنې مدافع وکیل هالند ته وتښتېد

محمد ص ته د سپکاوي کوونکې مېرمنې مدافع وکیل هالنډ ته وتښتید.

پاکستان کې د آسیه بي بي مدافع وکیل وايي، ملګروملتونو ورته ویلي چې ژوند ته یې ګواښ پیښ دی او باید هیواد پریږدي.

اخوا په پاکستان کې یو شمیر ګوندونه وايي حکومت له یوه ګوند سره تړون کړی او دا موضوع د ټول اسلامي امت پورې اړه لري.

د آسیه بي بي مدافع وکیل وايي، درې ورځې په اسلام  اباد کې د اروپايي ټولنې سفارت کې و خو نه یې غوښتل چې هیواد پریږدي.

د آسیه بي بي مدافع وکیل، سیف الملوک وویل، ((زما په ستره محکمه ملګري شته او هغوی زه په اسلام اباد کې د اروپايي ټولنې سفارت ته ورسولم، زه هلته درې ورځې وم، هغوی زما د تمې خلاف ماته ویل چې باید هیواد پریږدم، خو ما ورته ویل چې  تر څو آسیه خوشې نه شي زه له هیواده نه وځم.))

سیف الملوک وايي، هغه به ډير خوشاله وای که اسیه بي بي هم ورسره وای خو ورته ویل شوي و چې نښه ګرځيدلی او ژوند ته یې ګواښ دی. سیف الملوک وايي تر اوسه ورته د آسیه بي بي په تړاو مالومات نشته چې چیرته ده.

ملوک د هالنډ په هاګ کې رسنیو ته دا خبرې وکړې خو هلته په پاکستان کې د آسیه بي بي پر ضد اوس هم لاریونونه روان دي او د هغه د مرګ ترڅنګ د قاضیانو د وژلو غوښتنه هم کوي. 

لاریون کوونکي وايي، حکومت یوازې له یوه ګوند سره تړون کړی او حال دا چې دا د ټول اسلامي امت موضوع ده.

د کراچۍ کې د جماعت اسلامي څانګې مشر حفیظ نعیم الرحمن وویل، ((حکومت په دې تړاو یوازې له یوه ګوند سره تړون کړی چې لاریون یې کړی و. هغوی په دې تړون سره لاریونونه بند کړل خو دا د ټول ملت موضوع ده، دوه سوه لس میلیونه کسان غواړي چې پوه شي چې آسیه چیرته ده او ولې سزا نه ورکول کیږي او اوس د حکومت دریځ څه دی.))

آسیه بي بي په ۲۰۱۰ کال کې محمد ص او اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي په تور زندان ته تللې وه او محکمې ورته د مرګ سزا اورولې وه خو اوس لادرکه ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist