چین کې په یو وار له ۳۰ زیاتو موټرونو ټکرونه کړي.
چین کې په یو وار د ۳۱ موټرو ټکر کابو ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
په دغو ټکرونو کې ۱۴ تنه مړه او ۳۴ نور اوس هم ټپیان دي.
پېښه د چین په شمال لویدیځ ولایت ګانسو کې شوې چې ګڼې موټرې پکې خرابې شوې دي.
ویل کیږي چې ټکرونه هغه مهال وشول چې یوې لارۍ خپل کنټرول له لاسه ورکړ او د ۳۱ موټرو په یو کتار ورغی.
دا ټکر تیره شپه ځایي مهال ۹ نیمې بجې وشو چې له امله یې د ټرافیکو پر مخ لارې وتړل شوې.
د سیمې د ټرافیکو پولیس وايي، سیمې ته یې ۲۶۰ تنه پرسنول استولی دي چې د پیښې په سیمه کې ټرافیکي سیسټم کنټرول کړي.
سیمه اييز چارواکي وايي، ټپیان یې روغتون ته استولي او د لارۍ له چلوونکي پلټنې پیل شوې دي.