افغانستان په تېرو دوه کلونو کې د ژورنالستانو لپاره خطرناک هېواد یاد شوی دی.
د افغان خبریالانو کمېټه انديښنه لري، که دا وضعیت دوام پیدا کړي د بیان ازادي به زیانمنه کړي.
ارګ او د ملګرو ملتونو ادارې هم د ژورنالستانو په وضعیت انديښنه ښودلې او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یې امنیتي ارګانونو باندې د امنیت ټینګار کړی.
د نومبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د مخنیوي نړیواله ورځ ده.
نن پنجشنبه حکومتي، غیری حکومتي او د رسنیو استازي راټول شوي و تر څو د خبریالانو پروړاندې د جرمونو د معافیت د مخنیوي نړیواله ورځې د نمانځنې ترڅنګ په هیواد کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره سره خپل نظرونه شریک کړي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر نجیب شریف په غونده کې انديښنه وښوده، چې اوسنی وضعیت د خبریالانو لپاره سم نه دی او باید بدلون ومومي.
ارګ افغانستان د ژورنالیستانو لپاره خطرناک هیواد یاد کړی او له مسوولو ادارو یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي چې څنګه کیدای شي خبریالان خوندي کړي.
له دې سره یو ځای په افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړی استازي هم په افغانستان کې د خبریالانو په وضعیت انديښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د مرستو ډاډ ورکړی دی.
په افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یماماتو داسې ویلي (( د ژورناليستانو په وړاندې د جرمونو مرتکبین باید په دې باور نه وي چې دوی له قانون څخه پورته دي، د معافیت له کلتور باید وننګول شي او په دې برخه کې همکاریو ته چمتو یو.))
دافغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د مالومات له مخې افغانستان د نړۍ په سطحه د آزادی بیان په برخه کې په یوسل او اتلسم نمبر کې راځي چې په سیمه کې د هند هیواد څخه شل نمبره مخ ته ده.
د مالوماتو له مخې یواځې په تیرو دوه کلونو کې څلوردیرش ژورنالیستان وژل شوي دي .