امریکا په یمن کې د اوربند غوښتنه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، د ملکي مرګ ژوبلې او بشري ناورین د مخنیوي لپاره اوربند ضروري دی.
پمپیو وايي، د یمن د جګړې پای ته رسولو لپاره باید د ملګروملتونو په مشرۍ د مذاکراتو یوه لړۍ پیل شي.
اخوا د یو بل راپور له مخې دغه اوربند د یوې میاشتې لپاره وړاندیز شوی دی.
غوښتنه شوې ده چې دا اوربند دې سر له راتلونکې میاشتې پیل شي.
پمپیو له حوثي یاغیانو وغوښتل چې د ایران په ملاتړ دې پر سعودي او متحده اماراتو د توغندیو توغول هم ودروي.
امریکا او ملګري ملتونه ټينګار کوي چې د روان کړکیچ د پای ته رسولو لپاره اوس اوربند ډیر مهم دی.