Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پښتین: پاکستان دې موږ نه اړ کوي، چې وسله‌ پورته کړو

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/29

لسګونو زرو پښتنو د خیبر پښتونخوا په بنو جلسه کې له پاکستانه وغوښتل چې د پښتنو خلاف ظلمونه پای ته ورسوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د پاکستان ریاست ته خبرداری ورکړ، که پر پښتنو ظلمونه پای ته ونه رسوي، نو اړ به شي چې وسله پورته کړي.

منظور پښتون خپلې غوښتنې یو ځل بیا تکرار کړي او له پاکستانه یې وغوښتل چې بې ګناه پښتانه خوشې کړي، راو انور محاکمه کړي او له پښتنو سیمو دې ماینونه پاک شي.

خو د میندو او وړو ماشومانو په ګډون لسګونو زرو پښتنو د پاکستان د ریاست جبر ته سر ټیټ نه کړ او په مېړانه د خپلو حقونو غوښتلو لپاره غونډې ته ورغلل.

غونډې ته د بنو ښار له اوسېدونکو سربېره له قبایلي سیمو او بلوچستان هم ګڼ خلک ورغلي وو چې د ډېر شمېر کورنیو غړو په کې د خپلو ورکو شویو خپلوانو عکسونه هم لرل.

پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، د پنجاب حکومت که له یو لوري ماشومان د پلرونو، ترونو او ورونو له نعمت او مینې محروم کړي، بل لور ته یې اته اتیا کلن سپین ږیری هم پر زړه کړولی دی.

فیض محمد کاکا په محکومه پښتونخوا کې د پاکستان تر حاکمیت او ریاست لاندې د ماشومتوب او ځوانۍ پسرلي تېر کړي، وايي چې پاکستان د پښتنو دوست نه دی پاتې شوی.

فیض محمد کاکا موده وړاندې د پاکستان پوځ زنداني کړی هم و.
منظور پښتون خپل فعالیت د محسودو د حق غوښتنې لپاره پیل کړ، خو کرار کرار یې پښتنو ملاتړ وکړ چې نن د پښتون ژغورنې په نوم د ځورېدلي خو ننګیالي پښتون قام غږ دی.

میاشتې وشوې چې د پاکستان حکومت د منظور پښتنو غوښتنې و نه منلې، دا ځل پښتون خبرداری ورکړی چې نور مجبور دی د پښتنو د حق غوښتلو لپاره وسله پورته کړي.

د پاکستان حکومت ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري ټولې مطرح شوې غوښتنې یې منلي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ حکومت په دروغو تورنوي او وايي چې لا هم بې شمېره بې ګناه پښتانه د پاکستان په زندانونو کې دي او نور پښتانه هم نیول کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist