ولسمشر وايی، ډېر ژر به د کجکې بند پر پراختیا کار پیل شي
ولسمشر د هلمند ولایتي شورا غړو سره په کتنه کې وویل، د کجکي برښنا بند د پراختیا پروژې لپاره یو سلو پنځه اویا میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي .
ددغې پروژې په بشپړیدو به برېښنا بند کې یو میلیارد متر مکعب اوبو زیرمه کولو ظرفیت زیات شي.
په هلمند کې ولسمشر محمد اشرف غني د هلمند له امنیتي او دفاعي مسئولینو سره هم وکتل.
غونډه کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز محمد شریف یفتلي او د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال عبدالهادي ترین ولسمشر ته د هلمند ولایت د امنیتي وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
ولسمشر د هلمند قول اردو کې په راغلو تغییراتو خوښي څرګنده کړه او په قول اردوګانو کې یې د منسوبینو په ښوونې او روزنې او ظرفیت لوړولو ټینګار وکړ.