ولسمشر د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته ورسېد
ولسمشر محمد اشرف غني به هلمند کي د عبدالجبار قهرمان او صالح محمد اڅکزي کورنیو سره غمرازي وکړي او همداراز به هلته له لوړوپوړو امنیتي او سیمه ییز چارواکو سره وګوري.
په ورته وخت کې د هلمند پر مرکز لښکر ګاه راکټي برید هم شوی خو تر اوسه د مرګ ژوبلې اوښتو خبر نه دی ورکړل شوی.