Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کماندو ځواکونو شمېر دوه برابره کېږي

د کماندو ځواکونو شمېر دوه برابره کېږي

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/25

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وښوده چې د خپلې خاورې او خلکو ساتنه کولی شي.

ملي دفاع وزارت وایي، سره له دې چې وسله والو هوډ درلود د ټاکنو پروسه ګډوډه کړي، خو د ولسي جرګې ټاکنې په بریا ترسره شوې.

د ټاکنو په دوه ورځو کې ۲۵۰ بریدونه شوي چې نږدې اتیا د ملي اردو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وایي، د څلور کلن پلان په پلې کېدو به ځواکونه لاپیاوړي او د کمانډو شمېر به دوه برابره لوړ شي.

د ولسي جرګې د ټاکنو په مهال د ملي دفاع وزارت درې اساسي دندې درلودې چې د ملي پولیسو او ملي امنیت ملاتړ، د ټاکنو ترسره کېدو مخکې او وروسته عمومي او ځانګړي عملیات کول او د هېواد ټولو برخو ته د ټاکنیزو موادو انتقال چې د ملي دفاع وزیر په وینا درې واړه دندې په سمه توګه ترسره شوې.

د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي له شمشاد سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د ټاکنو په دوه ورځو کې وسله والو ۲۵۰ بریدونه کړي، چې ۴۸۸ کسانو ته یې مرګژوبله اړولې او ډیری یې ملکیان دي.

دغه راز بهرامي وویل، په بریدونو کې  تر ۱۸ ملي اردو سرتیري وژل شوي او تر ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د ټاکنو ورخو په مهال لوړ ګواښونه په ختیځ زون، کندز او بغلان ولایتونو کې وو، چې د تخنیکي او امنیتی ستونزو له امله د یو شمېر سیمو ټاکنې هم ونه شوې.

دفاع وزارت وایي، د څلور کلن پلان موخه یې د کمانډو او هوايي ځواکونو ظرفیت او کمیت لوړول دي چې اوسمهال درې برابره زیات شوي.

دغه راز د څلور کلن پلان بله موخه د سرحدي او عامه نظم ځواکونه له کورنیو چارو وزارت څخه ملي دفاع وزارت ته لیږدول دي چې ترسره شوي او اوسمهال یې په اصلاحاتو او تشکیلاتي جوړښت او تجهیز کار روان دی.

ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وايي، د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه د ملي اردو سرتیرو ته روزنیز کورسونه او سیمنارونه جوړ کړي چې په وینا یې ښه نتیجه یې ورکړي او د تیر په پرتله اوس د ملي اردو لخوا د ملکي تلفاتو کچه کمه شوې ده. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist