Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو

طالبان: له خلیلزاد سره مو لیدلي او لیدنو ته به دوام ورکړو

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/14

طالبانو منلې چې استازو یې له زلمي خلیلزاد سره یې په قطر کې لیدلي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په لومړي ځل منلې چې د امریکا له استازو سره یې لیدلي او د سولې خبرو په تړاو یې خبرې کړي دي.

طالبانو ویلي چې د امریکا سره به خبرو او غونډو ته دوام ورکړي.

طالب ویاند ذبیخ الله مجاهد ویلي، د دغه لیدنې مشري د طالبانو د قطر دفتر مشر شیر محمد عباس ستانکزي کوله.

د طالبانو اعلامیې ویلي، (( د افغانستان د اسلامي امارت،  د سیاسي دفتر مذاکراتي ټیم  چې په ترکیب کې یې د سیاسي دفتر رئیس محترم الحاج شیرمحمد عباس ستانکزی، د سیاسي دفتر مرستیال  محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د سیاسي دفتر اعضاء محترم شیخ  شهاب الدین دلاور ، محترم قاري دین محمد حنیف ، محترم الحاج محمد زاهد احمدزی او محترم  محمد سهیل شاهین شامل وو، د امریکا  مذاکراتي ټیم سره چې مشری یې د افغانستان لپاره د امریکې خاص استازي داکتر زلمي خلیلزاد کوله ، د روان میلادي کال د اکتوبر په ۱۲مه  نیټه په دوحه کې وکتل او د افغانستان د مسئلې په سوله ایزحل یې خبرې وکړې.))

مجاهد وایي، له امریکایي استازي سره یې د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د افغانستان د مسئلې په سوله ییز حل خبرې کړي.

طالبان وایي، استازو یې د ستونزو د حل او واقعي امن په راتلو کې د بهرنیو ځواکونو شتون لوی خنډ بللی.

د ذبیح الله مجاهد په خبره، افغانستان یو اسلامي هیواد دی، خپل اسلامي ارزښتونه لري، د هغو په پام کې نیولو سره دې د واقعي او افغان شموله حل لپاره هڅې وشي.

د طالبانو یو لوړ پوړي غړي رویټرز ته ویلي، چې دا لومړنۍ ناسته وه او په کې د امریکا استازو په بېلا بېلو سیاسي موضوعاتو خبرې کړي دي.

د طالبانو استازو زیاته کړې چې خلیلزاد له دوی غوښتي چې له ټاکنو د مخه شپږ میاشتینی اوربند اعلان کړي.

ویل کېږي دواړو خواوو د بندیانو خوشې کولو لپاره د کميټو په جوړولو هم خبرې کړي دي.

په پای کي دواړو لوریو موافقه کړې چې خپلو غونډو ته به په راتلونکې کې دوام ورکوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist