د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق ویلي، طالبان دې زموږ او پاکستاني پوځ په جګړه کې نه راځي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق ویلي، طالبان دې زموږ او پاکستاني پوځ په جګړه کې نه راځي.
د کندهار امنیه قوماندان ډاډ ورکړی چې د دغه ولایت اړوند پر ډیورنډ کرښه به د اغزن سیم غځولو مخه ونیسي.
د جنرال رازق له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوه اونۍ وړاندې چې پاکستان سپین بولدک او ښوراوک ولسوالیو اړوند سیمو کې داغزن سیم غځول پيل کړل.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، همغه مهال افغان سرحدي ځواکونو د پاکستانیانو مخه ونیوله خو بیا طالبانو پر افغان لوري بریدونه پيل کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو له امله پاکستاني پوځ توانېدلي چې اغزن سیم وغځوي.
د رازق له قوله طالبان ننګول شوي که رېښتیا هم دافغانستان خاورې ساتنه کوي بیا دې اجازه ورکړي چې افغان ځواکونه له خپلې خاورې دفاع وکړي.