خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره لیدلي.
زلمي خلیل زاد په قطر کې له طالبانو سره خبرې کړي دي، خو جزیات یې نه دي په ډاګه شوي.
د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې د امن لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیره ورځ په قطر کې له طالبانو سره خبرې وکړې.
د راپورونو پر بنسټ تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا خبر نه تاید کړی او نه یې هم رد کړی، خو ویلي دي چې خلیلزاد په افغانستان کې د امن په موخه یو شمیر ملاقاتونه کړي دي.
زلمی خلیل زاد د اکتوبر د څلورمې نېټې راهیسې د افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان او د قطر په سفر دی.