د امریکا د کانګرس مشر وايي، افغانستان کې د ټرمپ تګلاره په مثبت لوري روانه ده.
د امریکا د کانګرس مشر، پاول ریان چې کابل ته راغلی و ویلي، په افغانستان کې د ولسمشر ټرمپ ستراتيژي خوشبینه کړی او په وینا یې د ښو پایلو لپاره یې صبر ته اړتیا شته.
ریان ویلي، په سیمه کې له ترهګرۍ سره مبارزه د امریکا لپاره حیاتي ارزښت لري او روان پوځي فشارونه د دې لپاره دي چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.
هغه ویلي، که څه هم افغان ځواکونو په دې وروستیو کې زیاتې قربانۍ ورکړي، خو لا هم د طالبانو پر وړاندې سخت مقاومت کوي.