استونیا له افغانستان سره د سایبري امنیت برخه کې مرسته کوي
د استونیا هېواد چمتو دی چې له افغانستان سره د سایبري امنیت برخه کې همکاري وکړي.
تیره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د استونیا هېواد له دفاع وزیر جوري لوییک سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې کتلي دي.
ولسمشر غني له افغانستان سره د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د استونیا هېواد له رول مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې استونیا د سایبري امنیت په برخه کې ښه ظرفیتونه لري او افغانستان لیواله دی له دې تجربو څخه برخمن شي.
د استونیا د دفاع وزیر په افغانستان کې د سولې پروسې څخه د ملاتړ ترڅنګ ویلي، هېواد یې چمتو دی د سایبري امنیت په برخه کې خپلې تجربې د افغانستان سره شریکې کړي.