خلیلزاد د افغان سولې خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلی
د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینه جنجوعه سره وکتل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل ویلي چې په دغې لېدنه کې د دواړو خواوو پوځي، امنیتي او ډیپلوماټیکو چارواکو ګډون درلود.
په دغه سفر کې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم د خلیلزاد ملتیا کوي.
خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره هم لیدلي دي.
خلیلزاد په اسلام اباد کې له افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال سره هم لیدلي دي.
خلیلزاد وړمه ورځ کابل ته راغلی و او د ولسمشر غني په ګډون یې له لوړپوړو چارواکو او له ځینې جهادي مشرانو سره هم ولیدل.
خلیلزاد د خپل سفر په ترڅ کې ویلي وو چې حکومت او طالبان دې د سولې خبرو لپاره خپل با صلاحیته استازي ور معرفي کړي.
خلیلزاد ټینګار کړی چې د سولې په برخه کې به له خپل تجربو کار واخلي او افغانان پرې حساب کولای شي.