Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوترېش: له زده کړو د نجونو راګرځول د توجيې وړ نه دي

ګوترش: افغانستان پر زده کړو سمبال نجونو ته اړتیا لري 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/13

د ملګرو ملتونوعمومي سرمنشي انټونیو ګوترش یو ځل بیا افغانستان کې د نجونو ښوونځیو په تړلي پاتې‌ کیدو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی،چې افغانستان پر زده کړو سمبال نجونو ته اړتیا لري.

دغه راز ګوترش یو ځل بیا پر اسلامي امارت غږ وکړ،چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

هغه زیاته کړې:« افغانستان کې له ښوونځیو  په دوامداره  ډول د نجونو پر اېستلو ډېر اندېښمن یم.‌ دا کار افغان نجونو او دغه هېواد ته خورا ډېر زیان رسوي،په داسې حال کې  چې دوی انرژي او کار ته اړتیا لري. زه یو ځل بیا له طالبانو غواړم،چې نجونې زده کړو ته پریږدي.» 

په ورته وخت کې پخواني  ولسمشر حامد کرزي هم  له اوسني سرپرست حکومت غوښتي،چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانیزي،ترڅو د هېواد د روښانه راتلونکې لپاره کار وکړي.

کرزي زیاته کړه:« د ګران هېواد د دردونو رغول یوازې د زده کړې او پوهې له لارې ممکن ده.د هېواد له ټولو نجونو غواړم،چې په قوي اراده او نه ستړې کېدونکوهڅو زده کړې وکړي،د علم عالي درجاتو ته ځان ورسوي او له دغې لارې خپلو خلکو ته د خدمت جوګه او د ویاړ لامل شي. همدا راز یو‌ ځل بیا  د اسلامي امارت پر سرپرست حکومت غږ کوم،چې ژر تر ژره په ټول هېواد کې د نجونو متوسطه او لېسې پرانیزي،تر څو افغانستان د روښانه راتلونکې خاوند او د نړۍ سیال شي.» 

اخوا د افغانستان لپاره د  اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن یادونه وکړه، چې حکومت دې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي، ځکه د نن ورځې زده کوونکي د سبا ورځې خدمتګاران دي. 

نیکلاسن زیاتوي:« په ټول افغانستان کې باید ښوونځي پرانېستل شي،ترڅو د ټول عمر لرونکې نجونې وکولی شي، زده کړو  ته لاس رسی پیدا کړي.»

بل لورته د افغان ښځو او د بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، اوسنی حکومت د نجونو او ښځو حقونو ته له درناوي پرته پر رسمیت نه شي پیژندلی او زده کړه یې د افغانستان د پرمختګ لپاره یوازینۍ لاره وبلله.

هغې زیاته کړه:« طالبان باید په یاد ولري، د ټولو افغانانو  او په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو حق ته له درناوي پرته د نړیوالې ټولنې مشروع غړي کېدو او  د پرمختګ لپاره بله هېڅ لاره نه شته. دا په افغانستان کې د هر ډول پرمختګ بنسټ دی.» 

دا په داسې حال کې ده،چې وړمه ورځ د کوچنیو نجونو نړیواله ورځ وه، خو په افغانستان کې له دغې ورځې داسې مهال یادونه وشوه،چې له یوه کال راپدیخوا د شااوخوا یونیم میلیون نجونو پرمخ ښوونځي  تړل شوي او له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist