Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د کډوالو چارو اړوند موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار  بیا بندیز ولګول شو

کندهار کې د کډوالو چارو اړوند موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار  بیا بندیز ولګول شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/24

د کندهار کډوالو چارو ریاست له لوري په دغه ولایت کې د آی.او.ایم، اېن.آر.سي، یونېسف، ایچ.آر.ډي. او نورو اړوند موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز لګول شوی دی.


په همدې تړاو په یوه مکتوب کې چې یادو ادارو او سپین بولدک کې د کډوالو چارو امریت ته لېږل شوی ویل شوي، چې د اسلامي امارت مشرتابه د حکم له مخې، په ټولو موسساتو کې ټولې ښځینه کارکوونکې به تر امر ثاني پورې په خپلو کورونو کې پاتې وي او دندو ته به نه حاضرېږي.


په کندهار کې د کډوالو چارو ریاست په خپل نوي خپاره کړي لیک کې ویلي، په سپین بولدک کې د کډوالو د چارو موسسې هغه اصول مات کړي، چې دوی یې غوښتنه کوي.

اسلامي امارت په کندهار کې د ناروې کډوالو د شورا له مشر یان ایګلنډ سره تېره میاشت هوکړه کړې وه، چې ښځینه کارکوونکې به په مرستندویه موسسو کې کار کوي.

ایګلنډ د تېرې جوزا په پنځلسمه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو،  ښځینه مرستندویه کارکوونکو په کندهار کې کار پیل کړ.


کندهار کې د کډوالو اړوند موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار دا بندیز وروسته له هغې لګول کېږي، چې د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې ته د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا ویلي، د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه د اسلامي امارت حکومت  پر رسمیت پېژندلو امکانات له منځه وړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist