Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: چین او روسیې د کابل نويو ډیپلوماتانو منل به لودیځ اړ کړي افغانستان سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې له سره جوړې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/07

 د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د چین او روسیې دغه کار به  چې په غیر رسمي حالت کې یې د افغانستان دیپلوماتان منلي، امریکا او غرب به وهڅوي،چې له کابل سره خپلې خرابې ډیپلوماتیکې اړیکې له سره جوړې کړي. 

دوی وايي،د هېوادونو ترمنځ د افغانستان پرسر سیاسي سیالیو ښه فرصت رامنځ ته کړی او اوسنی حکومت باید ترې ګټه واخلي. 

د سیاسي یو شمېر کارپوه عزیز معارج وايي:« داچې چین او روسیې د افغانستان یو ډيپلومات منلی دی او شرق او غرب ټکرو ته په کتو سره دوی غواړي،چې طالبانو ته امتیاز ورکړي او ځان ته یې جذب کړي. دا کیدای شي،چې په غربي نړۍ ناټو او امریکا هم تاثر وکړي او هغوي هم وهڅوي،چې خپل ډیپلوماتان کابل ته راولیږي او د افغانستان د نوي حکومت ډیپلوماتان په خپلو هېوادونو کې ومني او له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړي.» 

ځینې بیا په دې باوردي،چې چین په افغانستان کې خپلې سیاسي او اقتصادې موخې لري او  دغه هدف ته د رسیدو لپاره یې په خپله خاوره کې د افغانستان د نوي حکومت سیاسي استازی منلی  دی. 

دوی وايي، چین هغه هېواد چې امریکا یې  به سیمه کې خپل سیال ګڼي او چین په نړۍ کې اقتصادي او نظامي زبرځواک یادیږي او  له افغانستان سره یې سیاسي ملګرتیا د افغانانو په ګټه ده .

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« چین له پخواهم له طالبانو سره اړیکې درلودې او په افغانستان کې سیاسي اواقتصادي موخې لري. چین غواړي،خپلې دغه اړیکې او تعلقات نور هم له افغانستان سره زیات کړي او پر همدې اساس یې د افغانستان سیاسي نماینده  ته اجازه ورکړه،چې هلته د طالبانو له لوري معرفي شي او خپل ډیپلوماتیک کارونه پرمخ یوسي.» 

وړمه ورځ د افغانستان د اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ومنله،چې چین یې سیاسي استازی منلی دی او هېله یې وښوده،چې دغه  اړیکې به رسمي رنګ پیدا کړي. 

له دې وړاندې په مسکو کې د افغانستان سفارت لپاره د اسلامي امارت له لوري معرفي شوی،ډیپلومات جمال غروال هم د روسیې له لوري منل شوی او ژر به په دغه هېواد کې د افغان سفیر په توګه خپلې چارې پیل کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist