Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان ومنله چې ملا برادر او ملا صمد یې خوشې کړي

کارپوهان: پاکستان دې د ترهګرۍ ګوته افغانستان ته نه نیسي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/02/21

وروسته له هغې،چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په مونیخ کنفرانس کې د ترهګرۍ ګوته افغانستان ته ونیوه او تور یې پورې کړ،چې ټولو ته له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ متوجه دی، د اسلامي امارت او خلکو غبرګونونه یې راوپارول.

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي،چې پاکستان یوه نوې لوبه پیل کړې او غواړي له دې لارې پیسې لاسته راوړي.

دوی وايي، پاکستان دې د خپلو کړنو پړه پر افغانستان نه غورځوي او په خبره یې دا پاکستان دی،چې ترهګرې او وسله‌والې ډلې یې د بېلا بېلو موخو لپاره روزلي او لاهم په دغه هېواد کې ستر مرکزونه لري.

 د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« افغانستان خپله د نړیوال تروریزم قرباني دی او د دغه تروریزم مرکز په پاکستان کې دی. افغانستان نه په تروریزم باور لري او  نه یې هم خلک تروریستان دي،د پاکستان وروستۍ څرګندونې د نړیوالو قوانینو خلاف وې او پاکستان غواړي،چې له همدې ادرسه یو ځل بیا پیسې لاسته راوړي او ځان ته لابي کوي.» 

يو شمېر نور بیا وايي، د پاکستان له نوې لوبې د ژغورلو لار د افغانانو ترمنځ یووالی دی او د دغې نوې دسیسې پر وړاندې باید افغانان سره  متحد شي.

دوی په دې باور دي،چې اوس هم په پاکستان کې ترهګرې او افراطي ډلې فعال مرکزونه او ځالې لري او د دغه هېواد واک هم د نظامیانو او د همدغو ډلو په لاس کې دی.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« له دې وضعیته د ژرغورلو لار ملي یووالی دی. دا اوس هم پاکستان د افراطي ډلو ټپلو ځاله او مرکز دی او ټول واک او قدرت یې د افراطي ډلو او نظامیانو په لاس کې دی او افغانان باید د دې نوې دسیسې پر وړاندې یو شي.» 

د سیاسي چارو کارپوه کمال ناصر اصولي بیا وايي، د پاکستان تیر۴۰ کلن سیاست ته په کتو نه غواړي،چې په افغانستان کې ځواکمن مرکزي حکومت حاکم وي.

اصولي په دې باور دی،  نه یوازې دا چې پاکستان سیمې او نړۍ ته ترهګري خپروي،بلکې په خپله شااوخوا کې د نظامونو ړنګولو پروژه هم لري،چې نړیوال یې د اسلام اباد پرمټ پلې کوي.

اصولي زیاتوي:« نه یوازې داچې پاکستان ترهګري خپروي، بلکې خپلې شااوخوا کې نظامونه ړنګوي. پاکستان په سیمه کې او په ځانګړي ډول افغانستان کې د پیسو د پیدا کولو د یوې بلې پروژې په لټه کې دی او دوی هېڅ کله هم قوي مرکزي دولت په افغانستان کې نه غواړي. که د طالب وي،که د غني وي،که د نجیب او یاهم د داوود خان وي.» 

اوس له نړیوالو غوښتنه داده،چې پر پاکستان فشار راولي،ترڅو، د ترهګرۍ له ملاتړ او پالنې یې لاس پرسر کړي.

کارپوهان په دې باور دي،که اسلام اباد د خپلو ګټو لپاره  د ترهګرۍ ملاتړ ته دوام ورکړي، لرې نه ده،چې د سیمې او نړۍ امنیت ته به ستر ګواښ پیښ کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي
افغانستان

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

سپتمبر 22, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist