Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: پاکستان افغانستان کې د بلې جګړې پر ډیزاین کار کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/29

په تیرو ۲۰ کلونو کې د اسلامي امارت مخالفینو پر دوی تور پورې کاوه،چې پاکستان پرې پراخ نفوذ لري او د دغه هېواد په همکارۍ او ملاتړ افغانستان کې واک ته رسېدلي،خو د پاکستان په تړاو د اسلامي امارت واضح دریځ وښوده،چې اسلامي امارت د دوی له تګلارو سره همغږی نه دی. 

 په نړیوال سټېج د پاکستان د چارواکو دریځونه هم یوازې د دې لپاره دي،چې څنګه کېدای شي د اسلامي امارت په سیاستونو کنټرول ولري.

کارپوهان وایي، پاکستان د یوبلې جګړې لپاره ډیزاین جوړوي او داځل یې هدف د مرکزي اسیا هېوادونو ناامنه کېدل دي.

 د سیاسي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي:« پاکستان د جنګ له لارې په ۴۰ کلونو کې د دوی جنرالان چلیدلي دي، د دوی اقتصاد پرمختګ کړی، د دوی ژوند پرمختګ کړی،نو پاکستان غواړي یو بل ۵۰ کلن جنګ پیل او ډیزان کړي،چې یوځل بیا افغانانو باندې د دنیا پر کچه معامله وکړي او دغه وژنې او جنګونه منځنۍ اسیا ته انتقال کړي، چین، تاجکستان، ازبکستان او قزاقستان لمنې ته ورسیږي او پایله به یې د افغانانو پر زیان وي.» 

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان تل د افغانستان د بهرني سیاست کمزوري کولو هڅه کړې او وروستي تورونه یې دا ثابتوي،چې اسلام‌اباد غواړي له نړیوالو فشارونو او نیوکو ځان وژغوري.

 اوس چې په نړیوالو سټیجونو پاکستان د  اسلامي امارت ته لابي کوي، د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي،چې دوی په دې سره غواړي د  نړیوالو لیدلوری غلط کړي.

 د کارپوهانو په وینا پاکستان تل هڅه کوي،د ترهګرۍ پړه پر افغانستان واچوي او د نړۍ والو په غلطولو سره خپلې ګټې ترلاسه کړي.

 د سیاسي چارو کارپوه  محمد رادمنیش وايي:« پاکستاني چارواکي تل غواړي،چې د ملګرو ملتونو او د نړۍ د انتقادونو لار چې پاکستان د ترهګرو اصلي ځاله ده،مخه ونیسي. پر دې اساس دوی د اذهانو د غلطولو لپاره ټولې ستونزې پر افغانستان اچوي.» 

 د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت بیا وايي، پاکستان دامهال له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ ده او په نړیواله کچه کلداره رالوېدلې ده،چې دغه پولي بې‌ثباتۍ په یاد هېواد کې سیاسي بې ثباتۍ ته لار اواره کړې ده.

حکمت وايي، له نړیوالې ټولنې سره د ګډ سیاست لپاره باید یوازې له  اسلامي امارت سره نړیوال خبرې وکړي او د اسلامي امارت له حضور پرته پاکستان سره خبرې ناکامه دي.

هغه زیاته کړه:«په افغانسان کې واقیعت داده،چې اسلامي امارت حاکمیت په لاس کې لري او له نړیوالې ټولنې سره  د ګډ سیاست لپاره باید دوی وپوښتل شي او دوی سره په میز کېني. ځکه زموږ غږ په امریکا، پاکستان او نورو هېوادونو داده،چې تاسې د افغانستان په تړاو نورو ادرسونو سره خبرې مه کوئ.» 

پاکستان په تازه مورد کې کابل ته وړاندیز کړی دی،چې دولت په دولت باید خبرې وشي او له هغو بربنډو خبرو تیر شي،چې د دواړو هېوادونو اړیکو باندې منفي اغیز کوي.

 په تېرو ۲۰ کلونو کې پاکستان سره د لوړې کچې خبرې وشوې،خو پاکستان کابل سره خپلو ژمنو کې هېڅکله ریښتینی نه وه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist