Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: که ا مریکا غواړي،چې نړۍ کې ترهګري له منځه لاړه شي پر پاکستان دې فشار راوړي

کارپوهان: امریکا د بین الافغاني مذاکراتو له لارې غواړي دوی ته ژمن کسان بیا واک کې شریک کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/02

د افغانستان د ځینو ګاونډیو ترڅنګ روسیه،چین، امریکا او اروپا په افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه کړې،خو تازه امریکا پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار  کړی دی.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،ملي ګټې دا ایجابوي،چې په افغانستان کې له ټولو پرګنو جوړ یو پراخ بنسټه حکومت رامنځ ته شي،خو د امریکا او نورو هېوادونو دا نسخه ورته د منلو نه ده،چې له تجربه شویو پخوانیو جنګ سالارانو سره دې مذاکرات وشي او واک کې دې شریک شي.

د سیاسي چارو کارو کارپوه مختار هاتف وايي:«  پراخ بنسټه نظام او بین الافغاني کنفرانس د افغانستان د ملي منافعو پر ګټه دی او هر هغه نظام،چې اساس یې پراخ بنسټه وي، افغانانو ته د منلو دی،خو د امریکا او اروپا نسخه افغانانو ته د منلو وړ نه ده،که امریکا غواړي یو ځل بیا هغه پخواني جنګسالاران په واک کې شریک کړي،دا به دافغانستان د ملي منافعو خلاف وي.»

ځینې نور بیا وايي،د ټول شموله حکومت لپاره د بین الافغاني مذاکراتو غوښتنه نه یوازې امریکا بلکې روسیې،چین او د افغانستان ګاونډیانو هم کړې.

دوی په دې باور دي،چې د اسلامي امارت له غړو پرته نور کسان په اوسني حکومت کې ونډه نه لري او د افغانستان ثبات لپاره اړتیا ده،چې هغه څیرې چې د اسلامي امارت نه دي، حکومت کې ونډه ورکړل شي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« یوازې امریکا نه ده،بلکې د ګاونډیانو ترڅنګ روسان او چینایان هم دغه خبره کوي،چې طالبانو قدرت خپلې یوې ځانګړې حلقې ته اختصاص کړی دی،د ګومارنو په تړاو چې د امیرالمومینین فرمانونه چې ګوري، له طالبانو  بل څوک په کې نه شته دی، باید هغه کسان چې طالبان نه دي له هر قوم چې دي، باید په قدرت کې ونډه ولري،چې افغانستان ثبات خواته ولاړ شي.» 

د سیاسي چارو فعاله ډیوه پتنګ بیا په دې باور ده،چې امریکا غواړي،د بین الافغاني مذاکراتو په نوم هغه څیرې یو ځل بیا د افغانستان په حکومت کې شریکې کړي،چې په تیرو شلو کلونو کې یې د امریکا او ګڼ شمیر نورو هېوادونو ګټې خوندي ساتلې وې او د دوی له استخباراتو سره یې له نږدې کار کاوه.

پتنګ زیاته کړه:« بین المللي ټولنه او امریکا چې دا خبره راپورته کوي،ګویا افغانستان یو بل بین الافغاني مذاکراتو ته اړتیا لري،د دوی هدف دادی،هغه اشخاص چې دوی ته نږدي دي او د دوی استخباراتو ته کار کوي، له دوی سره مذاکرات وشي،خو حقیقت دادی،چې باید داسې مذاکرات پیل شي،چې د افغانستان ټول خلک ځانونه په حکومتدارۍ کې وګوري.»

خو اسلامي امارت بیا له وړاندې  ویلي پخواني چارواکي او سیاسیون چې اوس په هېواد کې نشته ټول جایدادونه یې خوندي دي،کولای شي، خپل هېواد ته راستانه شي او د عادي افغانانو په توګه ژوند وکړي او امنیت به یې هم خوندي وي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist