Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید په اړه د غبرګونونو دوام 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/13

له تېرو څو ورځو راهیسې په خواله رسنیو کې (د هزاره وژنه بس کړئ) هشټګ کارول کېږي، ظاهرآ دا هشټګ وروسته له هغې په خواله رسینو کې پراخ شو،چې کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید کې لسګونه زده کونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اخوا بیا دې شعار غبرګونونه هم له ځانه سره درلودل،د خواله رسنیو یو شمېر نورو کاروونکو بیا (یونایډیډ افغانستان) شعار بدرګه کړ،چې تر دې دمه  د ټویټر لس ګونه زره کاروونکو کارولی دی. 

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پيګیر وايي:« که چېرې موږ پر افغان وژنې بحث وکړو،په تېرو ۴۳ کلونو کې افغان وژنه وه، خو د تاجک، پښتون او هزاره په نامه څوک نه دي وژل شوي، که وژل شوي د افغان په نامه شوي. دا چې د هزاره وژنې په تړاو لاریونونه دي، د دې لاندې ډېرې نورې خبرې دي. هر افغان چې دا موضوع درک کړي،له دې سره نه یو ځای کېږي، ځکه که فکر وکړو،د دې مصرف څوک ورکوي؛ نو دا د دې لپاره دي،چې افغان ټوټه کړي او ملیتونه سره بېل کړي.» 

عصمت قانع پر خپله ټویټرپاڼه داسې لیکلي:« په افغانستان کې هر ډول انسان وژنې ته د پای ټکی کېږدئ. هزاره د افغانستان مالک، تاجک د افغانستان نګه مالک، پښتون د افغانستان مالک او ازبک هم د افغانستان مالک دی. د قومونو ترمنځ تبغیض بېګانه هڅه ده.  زموږ یوازې یووالی په افغانستان کې د مساوي مالکیت حق ته رسولی شي.» 

ډاکټر لطیف نظري بیا لیکلي:«یو متحد، پياوړی، قوي او خپلواک افغانستان د دښمنانو لپاره د تحمل وړ نه دی. پر همدې اساس دښمن قومي مسایل مطرح کوي، خو د افغانانو ترمنځ یووالی او وحدت هغه څه دي، چې د مزدورو دښمنانو موخو ته رسېدل یې ناکام کړي.» 

بل پلو د  افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، وروستي بریدونه په یوه قوم او سمت پورې باید ونه تړل شي او پر وینا یې  ځینې کړۍ غواړي،پر کوردننه د قومونو ترمنځ یووالی لمنځه یوسي.

غوښتنې دا دی، چې په افغانستان کې دې یووالي او یو ملت جوړونې ته کار وشي او هغه بهرنیو کړیو پر وړاندې دې کلکه مبارزه وشي،چې په افغانستان کې تفرقې او تبعیض ته لمن وهي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist