Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/02

 د کابل لویدیځ دشت برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز برید پر کوردننه او نړیواله کچه غبرګونونه راپورته کړي او دغه برید د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بلل شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش پر کاج ښوونیز مرکز برید غندلی او له اسلامي امارته یې غوښتي،چې د توکمي، نژادي او جنسیتي تبعیض پرته دې ټولو افغانانو ته د زده کړو زمینه برابره  او د خلکو حقونو او ژوند ته دې درناوی وکړي.

ګوترش زیاته کړې:« د کابل ښار پر یوه ښوونیز مرکز په یو ظالمانه برید کې لسګونه ځوان هلکان او نجونې وژل شوي دي. مسوول چارواکي باید د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او له توکم او جنسیت په پام کې نیولو پرته باید ټول په خوندي توګه زده کړو ته لاس رسی ولري.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ هم پر خپله ټویټر پاڼه یاد برید غندلی او ویلي دي،چې پر زده کوونکو دا ډول بریدونو هېڅ توجیه نه لري.

هغه زیاته کړې:« پر هزاره زده کونکو نجونو د یو بل برید شاهدان یو،چې ګڼ شمیر یې مړه او ټپیان ديؤ زړه ماتونکې ده. پر بې ګناه زده کوونکو بریدونه هېڅ توجیه نه لري. زه خپله ژوره خواخوږي قربانیانو او د هغوی خپلوانو ته وړاندې کوم.»

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت هم د وړمې ورځې برید غندلی، قربانیانو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي او ویلي دي،چې دوی د تاوتریخوالي او ترهګرۍ سخت مخالف دي.

یاد وزارت زیاته کړې:« سعودي عربستان کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز برید چې لسګونه کسان په کې وژل شوي او ټپیان دي،پر کلکو ټکو غندي. موږ د تاوتریخوالي ، افراطیت او ترهګرۍ ټولې بڼې ردوو. د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو او ټپیانو ته د ژر روغتیا هېله کوو.»

بل خوا د ایران بهرنیو چارو وزارت هم دغه برید ته غبرګون ښودلی او غندلی یې دی.

یاد وزارت زیاتوي:« ایران د کابل په لویدیځ کې پر یوه ساینسي او ښوونیز مرکز ترهګریز برید چې لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، پر کلکو ټکو غندي.»

پر کاج ښوونیز مرکز برید پر ښوونیزو مرکزونو او عبادت ځایونو لومړنی برید نه دی، بلکې تر دې وړاندې هم ګڼ ښوونیز مرکزونه او ښوونځي د وسله والو لخوا پر نښه شوي دي او د زیاتو بریدونو مسوولیت د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر غاړه اخیستی دی.

د وړمې ورځ ځانمرګي برید چې نږدې ۱۰۰ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې،پر نړیواله کچه غندل شوی او له اسلامي امارته غوښتنه شوې،چې عاملین پیدا او مجازات کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist