Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاریان د سون توکو له لوړو بیو شکایت کوي

کابل ښاریان د سون توکو له لوړو بیو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/04

هر کال د ژمي په را رسېدو سره پلازمېنه کابل کې د برېښنا پرچاوي ډېره او د سون توکو بیې لوړېږي. روان کال هم د تېر په څېر د برېښنا پرچاوي بې درېغه زیاته شوې او له همدې امله خلک اړ دي چې د خپلو کورونو د تودولو لپاره له لرګیو، ډبرو سکرو او نورو سون توکو ګټه واخلي.

۶۹ کلن محسن شاه د لرګیو پېرلو لپاره د کابل ښار څنډې ته راغلی، وایي، اقتصادي وضعیت يې ښه نه دی او د کور ورځني لګښتونه نه شي پوره کولی.

د محسن شاه په خبره، اندېښمن دی چې د لرګيو لوړې بيې له امله به سږنی ژمی څنګه تېروي؟

هغه په دې اړه وايي:« حکومت مو ښه ویني، د خلکو دا غربي او بې وسي ویني چې په کور کې هېڅ شی نه لري. دا غوښتنه ده چې موږ ته هرشی پرېمانه شي، لرګي او خوراکه ارزانه شي، د غریبو لاسنیوی او کومک وکړي.»

د کابل ښار یو تن بل اوسېدونکی اسماعیل وفا وايي:« په دا تېرو درېیو میاشتو کې کله ۲۰۰ او کله ۲۵۰ یا ۱۵۰افغانۍ د ورځې کار کوم. موږ ته د میاشتې په سر پیسې نه راکوي، موږ یو خروار لرګي په ۱۰۰ افغانۍ ماتوو او په ۱۰۰ یې باروو. که چېرې د ورځې یو خروار خرڅ شي، موږ ته ۱۰۰ افغانۍ راکوي او که دوه خرواره خرڅ شي  ۲۰۰ راکوي او دا بیا درې تقسیمه کوو. که چېرې لرګي خرڅ نه شي، موږ ته هم څه نه راکول کېږي.»

همدارنګه د کابل ښار یو شمېر نور اوسېدونکي هم د پلازمېنې په بازارونو کې د سون توکو په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو او څېړۍ لرګیو د بیو پر لوړېدو نیوکه کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی عبدالوحید حمیدي وايي: « حکومت باید په دې اړه پاملرنه وکړي او تل په خلکو رحم ولري. موږ په دې پوهېږو چې سکاره هوا ککړوي، خو  اړ یو، څه وکړو؟ څه وسوځوو؟ لرګي یې بند کړي او دا شته هم ګران دي او دا یې هم له پاکستان راوړي او د بلوط په نوم یې پلوري. سره له دې چې د ډبرو سکاره زموږ د خپل هېواد دي، خو  په ۱۴ زره افغانۍ یې پلوري، اوس تاسو ووایاست چې غریبان څه وکړي؟»

د کابل اوسېدونکی صفي ‌الله حبیب وايي:« ۱۴ زره افغانۍ ډېر ظلم دی، دا ټولو ته مالومه ده چې د خلکو اقتصاد صفر دی، کار نه لري، عاید نه شته، خو د لرګیو بیې اوج ته ختلې دي. یوازې دومره وس مو کېږي چې ۴۰ یا ۵۰ منه واخلو او خپل ماشومان پرې تاوده وساتو.»

سون تونکو پلورونکي د بیو لوړېدو پړه کابل ښار ته د ځینو توکو پر لېږد د حکومت پر بندیز اچوي.

د دوی په خبره، تېر کال د یو خروار بلوط لرګيو بیه ۹ زره افغانۍ وه، خو سږ کال دغه بیه نږدې ۱۶ زره افغانیو ته لوړه شوې.

دوی زیاتوي، په ولایتونو کې د لرګیو کمښت او کابل ته د لرګیو پر لېږد بندیز د دې لامل شوی چې ښار کې د لرګيو بیې لوړې شي.

د کابل ښار یو تن لرګي پلورونکی مختار وايي: « له اوړي راهیسې تر اوسه لاره بنده وه، اوس یې د یوې میاشتې لپاره اجازه ورکړې چې لاره خلاصه شي. بلوط لرګی په ۱۶ زره افغانۍ دی، د چهارمغزو لرګي له ۶ تر ۷ زره ۵۰۰ افغانیو پورې پلورل کېږي.»

ومو غوښتل په دې اړه د حکومتي چارواکو نظر هم واخلو، خو د اړوند ادارو مسوولین د لرګیو د بیو لوړېدو په اړه له خبرو کولو ډډه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist