Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري

کابلوف: تاجکستان په شانګهای سازمان کې د اسلامي امارت حضور مخالفت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/16

د روسیې بهرنیو چارو وزارت وایي، په داسې حال کې چې د شانګهای همکاريو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په شورا کې ډېری غړي په یاد سازمان کې د افغانستان سرپرست حکومت له حضور سره موافق دي، خو د تاجکستان مخالفت د دې کار مخه نيولې.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ریا نواستي په نوم یوې روسي رسنۍ ته په مرکه کې هیله ښودلې، چې تاجکستان به ژر په دې اړه پر خپل دریځ له سره غور وکړي.

کابلوف زیاته کړې:« روسیه او ډېری غړي هېوادونه د شانګهای همکاريو سازمان په فعاليتونو کې د افغانستان سرپرست حکومت د رول پلوي دي. زموږ تاجکستاني همکاران لاهم خاص ملاحظات لري. خو موږ هیله لرو، چې هغوی به ژر پر خپل دریځ بیا غور وکړي.»

تاجکسان د منځنۍ اسیا یوازېنی هېواد دی، چې له  اسلامي امارت سره رسمي اړیکې نه لري او په کابل کې یې تر اوسه خپل سفارت نه دی پرانیستی.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، ځینې ګاونډي هېوادونه له افغانستان سره عقدوي چلن کوي او یاد هېوادونه نه غواړي، چې په افغانستان کې خپلواک او پیاوړی نظام رامنځته شي او په خبره يې برعکس کوښښ کوي، چې اوسنی حکومت د شانګهای همکاریو سازمان برخه نه شي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« ما همېشه ویلي او اوس یې بیا هم په ډېر ډاډ سره وایم، پاکستان، ایران او تاجکستان زموږ اصلي دوښمنان دي. دوی هېڅکله نه غواړي چې افغانستان یو پرمختللی هېواد او یو قوي نظام ولري، نو پر دې اساس باندې د افغانستان پر ټولو اوسېدونکو باندې چې ملي ګټو او ملي یووالي ته ژمن وي، غږ کوم چې اوس هغه وخت رارسېدلی دی، چې د دغو ناروا او قرغېړنو  هېوادونو پر وړاندې سره متحد شي.»

د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو وروستۍ غونډه د روان ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې په ۲۰ او ۲۱ په قزاقستان کې ترسره شوه.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، یاد سازمان کې د اسلامي امارت نه ګډون امنیتي ګواښونو، نشه یي توکو سره مبارزې او د زیربنایي پروژو د پلي کېدو په برخه کې اندېښنې لا پسې زیاتې کړې او له یاد سازمان غواړي، چې سرپست حکومت باید د دغه سازمان رسمي غړی شي.

خو اوس پوښتنه دا ده، چې ولې تاجکستان په شانګهای سازمان کې د اسلامي امارت له رسمي ګډون سره مخالفت ښې؟

د نړیوالو اړیکو کارپوه شهسوار سنګروال وايي:« له بلې خوا دا د طالبانو د مخالفې ټلوالې کوربه هېواد دی، د دې لپاره چې د هغوی پر ګټه یې طالبان څنډې ته کړي وي، نو ځکه دوی نه غواړي چې شانګهای او یا نورو سیمه ییزو ناستو کې د طالبانو استازی ګډون وکړي.»

تازه اسلامی امارت په دې اړه څه نه دې ویلي، خو سرپرست حکومت له دې وړاندې ویلي و، چې په شانګهای همکاريو سازمان کې د سرپرست حکومت حضور د یوه څارونکي هېواد په توګه د افغانستان مشروع حق دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist