Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ډبلیو.ایف.پي: هرو لسو افغانانو کې یو تن پوره خوړو ته لاسرسی لري 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/24

د  خوړو نړیوال پروګرام « ډبلیو.ایف.پي» یو ځل بیا په افغانستان کې د فقر کچه د اندېښنې وړ بللې ده.

د یاد پروګرام په خبره، اوس مهال په افغانستان کې هرو لسو تنو کې ۹ تنه پوره او کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

یاد پروګرام زیاته کړې:« په افغانستان کې په هرو لسو کې ۹ تنه پوره او کافي خوړو ته لاسرسی نه ‌لري او والدین نه شي کولی،خپلو ماشومانو ته صحي خواړه برابر کړي. د خوړو نړیوال پروګرام په ۲۰۲۲ کال کې د ټول افغانستان پر کچه له ۲۱ میلیونه زیاتو زیان منونکو او هغو کسانو سره چې پوره خوړو ته لاسرسی نه لري، رسېدنه او مرسته کړې.»

د اقتصادي چارو شنونکي په افغانستان کې د فقر کچې لوړېدو لوی لاملونه بې روزګاري، کمزوری اقتصاد،اقتصادي محدودیتونه او د افغانستان پر بانکي سیستم د نړیوالو له خوا لګیدلي محدودیتونه یادوي او ټینګار لري،چې افغان دولت او نړیوال سازمانونه دې   د ستونزې دایمي حل لپاره ګامونه پورته کړي.

دغه راز دوی وايي، د مرستو ناسم وېش او د خلکو او حکومت ترمنځ نه همغږي هم د فقر او لوږې زیاتیدو لامل شوي.

د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي:« د مرستو په برخه کې  لومړۍ او اساسي ستونزه د همغږۍ نشتوالی دی.د حاکم نظام، نړیوالې ټولنې او په ټوله کې د خلکو ترمنځ د همغږۍ کچه ډېره کمه ده. دویم لامل دا دی،چې د نظارت برخه کې دا پروسه ډېره کمزورې روانه ده. که تاسو وګورئ، د نظارت نه شتون له امله مرستې تر ډېره هغو کسانو ته نه رسېږي،کوم کسان،چې ورته اړتیا لري.»

د خوړو نړیوال پروګرام داسې مهال دغه اندېښنه څرګندوي،چې واک ته د اسلامي‌امارت له رسیدو راپدېخوا میلیونونه افغانان له فقر سره مخ شوي،په لسګونه زره کسان بې کاره شوي او ګڼ افغانان کډوالۍ ته اړ شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist