Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې د چرګانو فارم لرونکي: د پاکستاني چرګانو پر واردیدو دې بندیز ولګول شي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/10

پکتیا ولایت کې د چرګانو یو شمېر فارم لرونکي وايي، له اسلامي امارته غواړي،چې دغه ولایت ته دې د پاکستاني چرګانو پر واردېدو بندیز ولګوي.

دوی وايي،پکتیا کې د چرګانو لسګونه فارمونه شته،چې کولی شي ټولو سیمو ته چرګان ورسوي،خو اوس یې بازار کې ځای پاکستاني چرګانو نیولی دی.

د چرګانو یو تن فارم لرونکی وايي:«دا چرګان چې کله ورسېږي، بیا پاکستاني چرګان پسې رارسېږي. د اسلامي امارت له مشرانو مو غوښتنه دا ده،چې پاکستاني چرګان بند کړي. تاسو ګورئ،موږ له ستونزو سره مخ یو.»

د چرګانو فارم لرونکي همدا راز وایي، بازار کې د پاکستاني چرګانو موجودیت یې روزګار خراب کړی دی.

د چرګانو یو تن فارم لرونکی وايي:«موږ اړ یو،چې چرګان مو پر کمه پیه وپلورو، ځکه د دانې اخېستلو توان نه لرو. »

د پکتیا کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین بیا وايي، دغه ولایت کې شته فارمونه دومره تولید نه لري،چې ټول ولایت ته بسنه وکړي او له همدې کبله یې بازارونو کې پاکستاني چرګانو ته د خرڅلاو اجازه ورکړې.

د کرنې او مالدارې ریاست استازی حسین خیل وايي:« د پکتیا ولایت نفوس زیات دی،نسبت د فارمونو شمېر ته. دلته تقاضا زیاته ده او عرضه کمه ده، نو موږ اړ یو،چې د نورو ولایتونو او همدارنګه د  ګاونډیو هېوادونو تجارانو ته اجازه ورکړو.»

د چرګانو فارم لرونکي وايي، پکتیا کې د چرګانو ۵۰ لوی او واړه فارمونه شته او که کرنې ریاست یې ملاتړ وکړي او پر پاکستاني چرګانو بندیز ولګوي، لنډه موده کې به یې شمیر زیات کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist