Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې د سوالګرو  کره شمېر مالومولو په موخه سروې پيل شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/19

د پکتیا ولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست مشر محمد رحیم نصرت وایي، دغه ولایت کې د سوالګرو او هغو ماشومانو د کره شمېر مالومولو په موخه یې سروې پیل کړې،چې درانه کارونه ترسره کوي.

نصرت وایي، یو شمیر کسان سوال د اړتیا له مخې کوي، خو ځینې نور یې له بېلابېلو جرمي کړیو سره په اړیکه کې دي او باید مخه یې ونیول شي.

نصرت زیاته کړه:« هغه سوالګر،چې مستحق دي او هغه چې حرفوي دي، د هغوی تشخیص باید وشي.  هغه جرمي کړۍ،چې غواړي، د سوالګرو له لارې خپلو موخو ته ځان ورسېږي، نو زموږ هدف دا دی،چې مخنیوی یې وشي.»       

اخوا بیا دغه ولایت کې د هغو ماشومانو شمېر ورځ بلې په ډېریدو  دی،چې د کورنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره باید دارنه کارونه ترسره کړي .

یو شمیر ماشومانو د کار له امله د کورنیو په خوښه زده کړې پریښې او ځېنې داسې هم شته دي، چې د زده کړو تر څنګ نیمه ورځ کار کوي.

یوتن کاریګر ماشوم وايي:« ښوونځي ته ځم، په پنځم ټولګي کې یم. ۱۴ کاله عمر لرم. دلته څلور کاله کېږي،چې کار کوم، د  اوونۍ ۲۵۰ افغانۍ راکوي.»

یو بل کاریګر ماشوم بیا وايي:«  دلته شااوخوا شپږ میاشتې کېږي، چې کار کوم، مخکې ښوونځي ته تللم،خو اوس مې پرېښی دی. په نهم ټولګي کې مې ښوونځي پرېښود.»

د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي، له مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې دي او د سروې له بشپړیدو وروسته به ماشومانو ته د زده کړو زمېنه برابره او مستحقو سوالګرو ته به میاشتنۍ پیسې ورکول کېږي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist