Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتین: پاکستاني پوليسو بېګناه افغانان د تحریک انصاف په لاریونونو کې د ګډون په تور نيولي

پښتین: پاکستاني پوليسو بېګناه افغانان د تحریک انصاف په لاریونونو کې د ګډون په تور نيولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/05

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د پاکستان حکومت او د دې هېواد امنيتي ځواکونه تورن کړي چې د پخواني لومړي وزيرعمران خان د پلويانو په وروستي لاريون کې یې د ګډون په پلمه يو شمېر عادي او بې غرضه افغانان نيولي دي.

دغه لاريونونه د نومبر په ۲۴مه د تحريک انصاف ګوند له لوري پيل شول چې په اسلام‌ آباد کې ډي چوک ته په رسېدو سره پر تاوتريخوالي وا وښتل او په پايله کې يې د لسګونه کسانو پر ټپي کېدو سربېره ۷ تنه لاريون کوونکي ووژل شول.

له دې پېښې وروسته د پاکستان کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو ادعا وکړه چې په دې لاريونونو کې يو شمېر افغان کډوال هم شامل وو. خو تازه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ويلي، نيول شوي افغانان بې ګناه دي او پوليسو د شکنجې په زور په لاریونو کې د ګډون اعتراف ترې اخیستی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي: « اسلام آباد کې نیول شوي پښتانه افغانان د پي.‌ټي.آی په لاریونونو کې نه دي نیول شوي، بلکې له بازارونو او شاوخوا سیمو څخه نیول شوي او اوس د شکنجې له لارې له هغوی دا ویډیوګانې اخیستل کېږي؛ څو په درواغو دا ثابته کړي چې دوی په دې لاریونونو کې ښکېل وو. د پاکستان حکومت له پښتنو سره د قومي او ژبني تعصب له مخې دا ډول چلند کوي.»

پاکستان کې ځيني آزاد خبریالان هم مني چې یو شمېر تازه نيول شوي افغانان د تحريک انصاف په لاريونونو کې نه دي ښکېل.

آزاد خبریال طاهر خان وايي: « دلته د پولیسو په دې ګام باندې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر سخت انتقاد شوی. دلته قانوني وکیلان وايي چې د اسلام آباد په جي ۱۱ ناحیه کې یو شمېر عام افغانان چې په جوس او سبزۍ پلورلو بوخت وو، د پاکستان د پولیسو له خوا نیول شوي، حال دا چې دوی بېګاه وو.» 

یو شمېر شنونکي بیا وایي، پاکستان د افغانستان پر وړاندې له نیمې پېړۍ راهیسې له توپيري چلند ډکه پالیسي لا هم جاري ساتلې او په خبره یې په یاد هېواد کې د افغانانو ځورول پر افغانستان د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « ګڼ شمېر افغانان په دې نوم نیول شوي چې په دې لاریون کې یې برخه لرله، خو دا خبره مطلق دروغ ده. زما د معلوماتو له مخې، دوی ګڼ شمېر افغانان له بېلابېلو کمپونو، بازارونو او نورو ځایونو نیولي او بندیان کړي او د شکنجې په زور ترې دا اقرار اخلي چې د عمران خان په پلوۍ لاریونونو کې یې برخه لرله او له دې وروسته دا کار نه کوي. دا د هغو دسیسو لړۍ ده چې پاکستان دا نیمه پېړۍ د افغانستان په اړه کارولې. ښه خبره دا ده چې که پاکستان د ټي.ټي.پي یا بل هر څه په اړه کومه ستونزه لري، باید د خبرو له لارې یې حل کړي.»

له دې وړاندې په اسلام ‌آباد کې د افغانستان سفارت هم دا ادعا رد کړې وه چې ګڼي افغان کډوالو دې د تحريک انصاف په لاريون کې برخه اخيستې وي. ياد سفارت وویل، په پښتونخوا او پاکستان کې مېشتو افغانان هلته په اقتصادي پراختيا کې سالمه ونډه لري او په هېڅ ډول سياسي فعاليتونو کې برخه‌ وال نه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist