Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
توماس وېسټ له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې

ویسټ ترکیه کې له یو شمېر پخوانيو افغان سیاسيونو سره کتلي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/12

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي توماس ویسټ له قطره ترکیې ته تللی او هلته له ځینو پخوانیو افغان سیاسیونو او د ښځو حقونو له فعالانو سره لېدلي دي.

ویسټ ترکیې ته په سفر کې دعبدالرشید دوستم له لور راحلې دوستم سره هم کتلي او د افغانستان په تړاو یې ورسره خبرې کړي دي.

د راوپورنه له مخې،د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی به د افغانستان مخکینۍ ولسي جرګې له مشر میر رحمان رحماني او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور سره هم وګوري.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، واک ته د اسلامي امارت له رسیدو تردې مهال د نړیوالو او افغان ولس ځینې برحقې غوښتنې د حکومت له لوري نه دي منل شوي او اوس امریکا له پخوانیو افغان سیاسیونو سره لېدنې د یوه فشار په توګه پر اسلامي امارت کاروي،چې د نړۍ غوښتنو ته غاړه کیږدي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« په تیرو ۱۴ میاشتو کې اسلامي امارت د نړیوالو او افغانانو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.  اوس د امریکايانو لېده کاته له ځینو پخوانیو سیاسیون سره په حقیقت کې پر طالبانو باندې  د فشار هغه وسیله ده،چې دوی باید د نړیوالو او  افغانانو حقه غوښتنې ومني.»

ځینې بیا په دې باور دي،چې په ترکیه کې له پخوانيو افغان چارواکو سره د امریکایانو لېدنې د اسلامي امارت له هغه پلاوي سره چې قطر تللی او له امریکا سره په خبرو بوخت، په مشوره کې ترسره کیږي او د دغو لېدنو مانا داده،چې یو بدلون راتلونکی دی.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« په قطر کې امریکایانو هغه پلاوي ته چې له افغانستانه ورغلی ویلي،چې موږ خپل مذاکرات  له نورو افغانانو سره هم پیل  کوو او دا په دې مانا دي،چې یو بدلون راتلونکی دی.»

خو د اسلامي امارت  ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له نړیوالو غواړي،چې له هغو څیرو سره چې امتحان یې ورکړی او ناکام دي، باید له لېدنو ډډه وکړي او د افغانستان په تړاو له هغوی سره خبرې کوم ځای هم نه نیسي.

مجاهد وايي،په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ دی او اوس باید نړیوال د افغانستان ثبات لپاره مرسته وکړي.

مجاهد زیاته کړه:«زموږ غوښتنه داده،چې هېڅ هېواد،هېڅ لوری او هېڅ بنسټ باید زموږ له هغو دښمنانو سره،چې هغه له افغانستانه تښتیدلي او ناکام امتحان یې ورکړی دی، له هغوی سره لیدنې ونه کړي. افغانستان اوس سولې او ثبات ته رسیدلی او خلک یې شاهدان دي او دې سره باید همکاري وشي،چې ثبات منځ ته راشي. دا د  ټولو لورو پر ګټه ده،خلک پارول، خلک مطرح کول،چې هغه دلته ناکامه شوي ول،دا ګټه نه کوي، په دې باندې ټول لوري هم پوهیږي او باید د دې کار مخنیوي وشي.»

له تېرو څو ورځو راهیسې د قطر پلازمینه دوحه کې د واشنګټن او کابل ترمنځ پر لوړه کچه خبرې پیل شوي،خو تازه د افغانستان لپاره  د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ د قطر له  خبرو ترکیې ته تللی، چیرته چې زیات پخواني افغان چارواکي او سیاسیون اوسیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist