Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هلمند کې کوچیان: د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې یو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/11

هلمند د هېواد یو له هغو ولایتونو دی،چې کوچیان په‌ کې د ژمي یخ موسم او د کال نیمايي برخه تیروي او له همدې امله دا ولایت خپل کور یادوي.

یاد ولایت کې میشت کوچیان وايي،د اوسېدو لپاره ځانګړي ځمکه، څړځایونه، د څښاک پاکې اوبه، روغتیايي مرکزونه، ښوونځي او د ژوند تېرولو لپاره هېچ اسانتیاوې نه لري، چې له کبله یې ژوند په سختۍ تیریږي.

دوی همدراز وايي، تیرو جګړو او وچکالۍ سخت ځپلي،خو چا تر اوسه پورې ورسره مرسته نه ده کړې.

هلمند کې میشت یو تن کوچی وايي:« ځمکه نه لرو. څوک نه لرو،چې غم مو وخوري. خلک ښه وضعیت راسره نه کوي. ډېری څاروي مو له لوږې او  تندې مړه شول.» 

هلمند کې میشت یوبل کوچی جمعه خان بیا وايي:« ګڼې ستونزې لرو. د څارویو لپاره څړځایونه نه لرو.ځمکه نه لرو،چې کور پرې جوړ کړو. دا زموږ ژوند دی.» 

هلمند کې میشت کوچی الله داد وايي:«وروره! نه لاره لرو،نه ځمکه لرو،نه مو څوک پر ځمکه پرېږدي. هېڅ هم نه لرو، نه خواړه او نه هم اوبه.» 

په هلمند کې د کوچیانو امر مولوي محمد ګل هم دا مني،چې کوچیان له زیاتو ستونزو  سره مخ دي،چې لویه ستونزه يې د پېژندپاڼو نه ویش دی او پر وینا یې  دامهال یوازې ۴۰ سلنه کوچیان پيژندپاڼې لري.

محمد ګل وايي،له لسیزو راهیسي کوچیانو ته هیچ اساسي کار نه دی شوی،خو پر وینا یې هڅه کوي،چې د هلمندي کوچیانو ستونزې هوارې کړې.

هغه زیاته کړه:« په هلمند کې کوچیان له وچکالۍ سره ډېر مخ دي. کوچیان د څښاک پاکې اوبه نه لري. کوچیان ښوونځي نه لري. مدرسې نه لري. کلینیک نه لري. په ځینو ولسوالیو کې  کلینیکونه د عامو خلکو لپاره شته دي، خو د کوچیانو لپاره نه شته دي.»

د هلمند کرنې او مالدارۍ ریاست د څړځایونو عمومي مدیر هم مني،چې کوچیان ستونزې لري، خو په خبره یې ډېر ژر به د موسسو پر همکارۍ د هغوی لپاره د څښاک پاکو اوبو او د کوچیانو ریاست اړوند شته ستونزو ته هم رسیدنه وکړي.

د کوچیانو ژوند هلمند کې د تېر دولت پر مهال هم ښه نه وو، ځکه هغه سیمې چې کوچیانو به د خپل ژوند تېرولو لپاره غوره کولې، ډېری وختونه په جنګي کمربندونو بدلې شوې وې، چې له امله به يې دوی( کوچیان) له سختیو سره مخ ول. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist