Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د معلولینو درملنې مرکز په ورځنۍ کچه له ۱۰۰ زیاتو معلولینو ته ارتوپیدي خدمات وړاندې کوي

هرات کې د معلولینو درملنې مرکز په ورځنۍ کچه له ۱۰۰ زیاتو معلولینو ته ارتوپیدي خدمات وړاندې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/04

د فراه ولایت اوسېدونکی ۲۳ کلن تور جان د کور له درېیم پوړ رالوېدلی او پنځه میاشتې کېږي چې د بدن نيمايي لاندې برخه يې فلج ده.

دی د اووه کسیزې کورنۍ لپاره د ګټې وټې یوازینی کس و؛ خو له هغې وروسته چې فلج شوی، د بل لاسنیوي ته اړ دی.

تورجان وايي، د کمزوري اقتصاد له امله یې د خپلې درملنې وس نه درلود؛ خو اوس خوښ دی چې هرات کې د سره صلیب له خوا په وړیا ډول ورته د درملنې زمینه برابره شوې.

هغه زیاتوي: « په هرات کې له خپلوانو سره مېلمه وم او په خوب کې د لوړې ودانۍ له درېیم پوړ راوغورځېدم او پښو مې پر هماغه ځای کار پرېښود. روغتون ته راغلو او عملیات مو وکړ، خو لا مې هم پښې مړې دي او بېرته یې کار نه دی پیل کړی.»

د نړیوال سره صلیب په همکارۍ د ارتوپیدي په دې مرکز کې داسې کسان هم تر درملنې لاندې دي چې ایران کې د کار پرمهال له لوړو ودانیو لوېدلي او یا هم په کور دننه د نورو پېښو له امله یې د خپل بدن ځینې غړي پرې شوي دي.

 ایران کې د یوه معلول شوي ځوان پلار عبدالرازق وايي: « په یوه ودانۍ کې یې کار کاوه او د یوه لېفټ په داخل کې په کار کولو بوخت و چې تر پښو لاندې تخته یې ماتېږي او اته پوړه لاندې لوېږي. ملا یې لګېدلی او فلج دی.»

د حمدالله په نوم یو معلول کس وايي: « زه د غور ولایت یم او دلته هېڅ هم نه لرم. کور کې مې پنځه تنه ماشومان دي او په اقتصادي لحاظ هېڅ نه لرم، مګر دا چې الله یې غم وخوري.»

هرات کې د ارتوپیدي د دې مرکز مسوولین وایي، په ورځني ډول له ۱۰۰ تر ۱۵۰ معلول کسان یاد مرکز ته مراجعه کوي او دوی ورته د ارتوپیدي خدمتونو ترڅنګ، مصنوعي غړي هم جوړوي.

هرات کې د سره صلیب ارتوپیدي مرکز مرستیال مدیر خیر محمد احمدزی وايي: « هغه معلولین چې له فزیکي پلوه ستونزه ولري او هغه کسان چې زموږ په درملیزو پروګرامونو کې راځي، یا هغه کسان چې د وجود غړي یې پرې شوې وي، همدارنګه هغه کسان چې شوکي نخاغ یې زیان لیدلی وي او حرام مغز یې پرې شوی یا ژوبل شوی وي، په ګوزڼ یا پولیو اخته کسان، په دماغي فلج اخته ماشومان او کله فوټان، دلته راځي او درملنه یې کېږي.»

ځایي چارواکي د معلولینو ستونزو حل ته د ژمنتيا ډاډ ورکوي او په خبره يې، هڅه کوي معلولینو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « د هرات محلي اداره هڅه کوي د معلولینو لپاره د ژوند په ټولو برخو کې لا ښه او ډېر خدمتونه او اسانتیاوې برابرې کړي.»

په هرات کې د ارتوپیدي خدمتونو دغه مرکز د سره صلیب له خوا په ۱۹۹۳ زېږدیز کال جوړ شو.

د مالوماتو له مخې،  یاد مرکز تر اوسه ۵۷ زره او ۱۳ تنو معلولینو ته بېلابېل روغتیایي خدمتونه وړاندې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist