Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړیوال بانک: افغانستان د تېر کال وروستیو نهو میاشتو کې د ۱.۷ میلیادره ډالرو صادرات کړي 

نړیوال بانک: افغانستان د تېر کال وروستیو نهو میاشتو کې د ۱.۷ میلیادره ډالرو صادرات کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/28

 که څه هم د افغانستان د بشري او اقتصادي ناورین په تړاو نړیوال وخت ناوخت خپلې اندېښنې شریک کوي او کله هم د سقوط ګواښونه کیږي،خو نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت خورا ثابت یاد کړی دی.

دغه راپور چې د تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال وروستۍ نهه میاشتو ته یې کتنه کړې، په کې ویل شوي،چې بهر ته د افغانستان په صادراتو کې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو په پرتله د ۸۰۰ میلیونو ډالرو زیاتوالی راغلی دی.

د نړیوال بانک د راپور یوه برخه:« افغانستان د تېر ۲۰۲۲ کال په لومړیو لسو میاشتو کې د یو اعشاریه ۷ میلیارده ډالرو صادرات کړي،په داسې حال کې چې دا کچه ۲۰۲۱ کال کې صفر اعشاریه نهه میلیارده ډالره وه. پاکستان له ۶۵ سلنې او هند له ۲۰ سلنې سره د افغانستان صادراتو تر ټولو ستر مارکېټونه وو. په صادر شویو توکو کې، ۶۵ سلنه سبزي، ۲۸ سلنه منرالونه او لس سلنه نساجي تولیدات شامل دي.» 

په راپور کې ویل شوي،چې افغانستان په دې موده کې ۲.۹ میلیارده ډالرو په ارزښت واردات کړي،چې ۲۳ سلنه یې له ایران، ۱۶ سلنه یې له پاکستان، ۱۴ سلنه یې له چین وو، چې تر ټولو ډېر واردات د سبزیو برخه کې وو.

دغه راز په راپور کې د افغانستان بانکي سیسټم په اړه ویلي، د پیسو د ورکړې برخه کې لا هم ستونزې پر ځای دي، خو یادونه کوي،چې افغانۍ تر ډېره خپل ثبات ساتلی دی.

د نړیوال بانک د راپور یوه برخه:« د ۲۰۲۲ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د افغانۍ ارزښت ثابت پاتې شوی دی. افغانۍ د امریکایي ډالرو پر وړاندې یو نیم سلنه او د یورو پر وړاندې یو اعشاریه ۲ سلنه راټیټه شوې وه، خو د پاکستانۍ کلدارو پر وړاندې ۲۴ اعشاریه ۸ سلنه او د هندۍ کلدارې پر وړاندې ۲  اعشاریه ۶ سلنه پورته تللې وه.» 

په دې راپور کې د افغانستان داخلي عوایدو په اړه ویل شوي،چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو سره یې کچه مساوي ده، خو له حکومتي ادارو د عوایدو راټولولو برخه کې ۱۰ سلنه زیاتوالی تر سترګو کیږي.

له حکومتي ادارو ډېر عواید د ډبرو سکرو له درکه راټول شوي دي.

د راپور یوه برخه:« د ۲۰۲۲ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د عوایدو راټولولو پروسه پیاوړې وه او افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال مارچ څخه تر ډیسمبر میاشت پورې ټول د یو اعشاریه ۵۴ میلیارده ډالرو عواید راټول شوي دي، چې دا شمېره د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۰ سره مساوي ده. ۵۸ سلنه عواید د افغانستان په پولو کې راټول شوي دي. په یادو میاشتو کې د افغانستان له داخلي سرچینو راټول شوي عواید صفر اعشاریه ۷ میلیارده ډالرو ته رسیږي،چې ډېره برخه یې له حکومتي ادارو یا غیر مالیاتي سرچینو دي.» 

د نړېوال بانک سروي ښیي،چې د حکومتي کارکوونکو معاشونه په وخت ورکول کیږي.

په دې برخه کې د سروې ۹۷ سلنه ګډونوالو مثبت ځوابونه ورکړي او دا یې هم ویلي،چې د سړیو پرتله ښځینه کارکوونکو ته پر وخت معاشونه ورکول کیږي،خو بانکونو کې د نغدو پیسو نشتون لویه ستونزه یادوي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي ول، چې د افغانستان بشري ناورین دې کچې ته رسېدلی دی،چې ښایي افغانستان له سیسټماټیک سقوط سره مخ شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist