Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نجونې: روغتیايي انسټیټیوټونو کې د زده کړو ځنډ د منلو نه دی

نجونې: روغتیايي انسټیټیوټونو کې د زده کړو ځنډ د منلو نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/04

د نجونو پرمخ د پوهنتونو له دروازو تړل کېدو موده وروسته، یوازې په طبي انسټېټېوټونو کې نجونو ته د محدودو زده کړو اجازه ورکړل شوه، خو د سه شنبې په ورځ(د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ پر ۱۳) دغو روغتیايي انسټېټېوټونو کې زده کوونکې نجونې بندو دروازو ته ودرېدې.

 دغه زده کړیالې نجونې په طبي انسټېټېوټونو کې د قابله ‌ګۍ، نرسېنګ، غاښونو، ستوماتولوژۍ او نورو روغتیايي برخو کې پر زده کړو بوختې وې او د روښانه راتلونکې لپاره یې هڅې کولې، خو د عامې روغتیا وزارت وروستۍ پریکړې ناهیلې کړې دي.

طبي انسټېټېوټونو کې د زده کړو نه کولو تصمیم اعلان شوی او نور به نجونې دغو اکاډمیکو مرکزونو ته د زده کړو لپاره نه ورځي.

زده کړیالې نجونې له دې پرېکړې خواشینې دي او په اوښکو ډکو سترګو له خپلو ټولګیوالو سره مخه ښه کوي.

د طبي انسټېټېوټونو زده کړیالانې وايي، د زده کړو په برخه کې یې وروستۍ هیله په طبي برخه کې لنډمهاله زده کړې وې، خو دا چې نور دغو نیمه عالي زده ‌کړو ته هم نه پریښودل کیږي، له مسوولینو ګیله ‌منې دي.

د طبي انسټېټېوټ زده کړیاله شبستین وايي: « یوځل د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدو، بیا ځل زموږ پرمخ د پوهنتونونو د دروازو تړل کېدو، یو ځل بیا د دندو او کارځایونو د تړل کېدو او دا ځل هم د طبي انسټېټېوټونو د دروازو تړل کېدو له امله. وروسته له دې چې د ژوند هرڅه رانه واخیستل شول، زموږ یوازینۍ هیله او خوشالي همدا طبي انسټېټېوټونه وو؛ خو نن دا هم له موږ واخیستل شول. افسوس زموږ په حال چې ښځې یو، افسوس زما په حال چې خدای نجونې پيدا کړې یو، افسوس زما په حال چې ډېر ضعیف او کمزوری جنس یو.»

دوی له چارواکو غواړي چې په خپلې دغې پریکړې له سره غور او تجدید نظر وکړي.

د طبي انسټېټېوټ زده کړیاله سونا وايي: « زه یوه لور او یوه خور یم؛ ښځو ته د دې وضعیت په پېښېدو سره، ښځې او نجونې تر ټولو غمجنه او زړه ماتوونکې تعلیمي او تحصیلي ماتې تجربه کوي او دا د تعلمي او تحصیلي ژوند تر ټولو تیاره ورځ ده. دغه پرېکړه ښځو ته د منلو وړ نه ده. موږ له مسوولو کسانو غوښتنه کوو چې څومره ژر کېږي، په دې اړه تجدید نظر وکړي.»

په دې تړاو موله عامې روغتیا وزارت سره په پرله پسې توګه اړیکې وکړې خو ځواب مو ترلاسه نه کړ؛  د دې وزارت د رسنیو برخې مسوولینو د دې خبر تر خپرېدو پورې په طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو د زده کړو د ځنډ موضوع نه تایید او نه هم رد کړې ده.

په ورته مهال، په عامې روغتیا وزارت کې یوې معتبرې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، شمشاد ته تایید کړه چې دغه پریکړه د مشرتابه له لوري تر مشورو وروسته شوې او طبي انسټېټېوټونو مسوولینو ته یې ګډه ناسته کې اعلان کړې ده.

د سیاسي چارو شنوونکي بیا وايي، تعلیم د افغانانو مسلم حق دی او نړیواله ټولنه باید د یوه مثبت تعامل له لارې کابل سره اړیکې ټینګې کړي.

شنونکی شهزاده مسعود وايي: « په کور دننه یو سلسله مسایل دي چې باید هغو ته خاصه توجه وشي او د نړۍ پام هم باید ځانته راوګرځوي، دا د افغانانو مسلم حق دی چې د تعلیم په باره کې باید جدي اقدامات وشي او همدارنګه نړۍ هم له افغانستان سره د یوه مثبت تعامل له لارې چې زموږ افغانانو ملي ګټې هم په کې خوندي وي او د دوی ګټې هم خوندي وي، بالاخره د یوه مثبت تعامل له لارې خپل روابط له افغانستان سره جوړ کړي، ترڅو افغانستان په نړیواله ټولنه کې لکه د پخوا په څېر خپل ځایګی پیدا کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې ترامر ثاني پورې ځنډېدلې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist