Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ملګرو ملتونو د نفوس اداره: د افغانستان اوسنی نفوس شااوخوا ۴۱ میلیونه دی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/11

د تیرو څو لسیزو جګړو د میلیونونه افغانان ژوند واخېست او میلیونونه نور یې د هېواد پريښودو ته اړکړل، که څه هم په معیاري ډول د افغانستان نفوس تر اوسه پورې نه دی حساب شوی،خو له دې وړاندې باور دا وو،چې د دغه شمیر له ۳۰  تر ۳۵ میلیونه پورې دی.

تازه د ملګرو ملتونو نفوس ادارې په یوه سروې  کې د افغانستان نفوس شااوخوا ۴۱ میلیونه ښودلی او ویلي دي،چې د نړۍ د نفوس صفر اعشاریه پنځه سلنه برخه جوړوي.

د سروې یوه برخه:« د افغانستان اوسنی نفوس شااوخوا ۴۱ میلیونه ته رسیدلی دی، په داسې حال کې چې دغه شمیر ۲۰۲۰ کال کې نږې ۳۹ میلیونه اټکل شوی وه. د افغانستان اوسنی نفوس د نړۍ د ټول نفوس ۰.۵ سلنه برخه جوړوي او افغانستان د نړۍ ۳۷م هېواد دی،چې زیات نفوس لري.»

یاده سروې کې ویل شوي،چې د افغانستان د نفوس زیاتوالی تر بل هر هېواد چټک او ان دوه برابره بللی شوی، چې په اټکل سره به دغه شمیر په راتلونکو درېیو کلونو کې ۴۳ نیم میلیونو ته او ۲۰۵۰ کې به له ۶۴ نیم میلیونو لوړ شي.

د سروې یوه برخه :« د افغانستان نفوس اوس مهال په کال کې ۲.۲ سلنه زیاتیږي،په داسې حال کې چې پر نړیواله کچه هرکال کې د یوه هېواد نفوس یو سلنه زیاتېدل منل شوی معیار دی. د دومره چټګ نفوس په زیاتیدو سره به د افغانستان نفوس ۲۰۲۵ کال کې ۴۳ نیم میلیونه، ۲۰۳۰ کې د ۴۸ میلیونه په شااوخوا کې او ۲۰۵۰ کې به ۶۴.۶ میلیونه ته ورسیږي.»

د افغانستان د نفوس د ډېروالي پر سر داسې مهال خبرې کیږي،چې اوسنی نفوس د امکاناتو له نشتونه کړيږي.

د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې د روغتیا، ترانسپورټ، زده کړو او د ژوند په ګڼو نورو برخو کې  د نفوس مطابق خدمات وړاندې کیږي، خو افغانستان چې یو شاته پاتې هېواد دی او ان اوس یې نږدې ټولې برخې د پردیو په مرستو ولاړې دي،نو یاد چټګ د نفوس پرمختګ به نوی نسل له سختو ستونزو سره مخ کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

Discussion about this post

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist