Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملابرادر: د اسلامي امارت چارواکو ترمنځ د اختلافاتو په اړه ګنګوسې بې ځايه دي

ملابرادر: د اسلامي امارت چارواکو ترمنځ د اختلافاتو په اړه ګنګوسې بې ځايه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/16

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني له شهادت وروسته د بهرنيو رسنيو له لوري داسې راپورونه خپاره شول چې په کې د حکومتي چارواکو ترمنځ د اختلافاتو زياتېدو ادعا شوې.

خو د رياست‌ الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د يادو راپورونو ادعاوې ګنګوسې بولي او د ردولو ترڅنګ يې وايي، په سرپرست حکومت کې دننه هېڅ راز اختلاف نه شته.

اخوند دا څرګندونې د شنبې په ورځ په پکتيا کې د خليل ‌الرحمن حقاني د فاتحې په مراسمو کې وکړې او ډاډ يې وښود چې ټولې حکومتي چارې په متحدانه توګه ترسره کېږي.

هغه زیاته کړې: « موږ به انشاالله کوم څه چې دنیا وايي، هغه باید هېڅوک خپل دماغ ته پرېنږدي. په خدای مې دې قسم وي، ما بل وخت هم دا خبره کړې ده، چې یو مشر وینم ډېر خوشاله کېږم. د دې مانا لري چې زموږ د مشرانو په منځ کې مینه او محبت شته. مه د چا خبرو ته غوږ نیسئ او مه پرې سوچ خرابوئ.»

د سیاسي چارو کارپوهان که څه هم اختلافات د سرپرست حکومت د مخالفو اړخونو تبلیغاتي هڅې بولي، خو پر دې هم ټينګار کوي چې سرپرست حکومت دې د ورته هڅو شنډولو لپاره د ولس غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ ترمنځ هغه اختلافونه موجود نه دي چې ډلې ټپلې، افراد او هېوادونه یې په اړه تبلیغ کوي. دا خلک غواړي د خپلو هېوادونو، اشخاصو او ډلو د ګټو لپاره، داسې پروپاګند سازماندهي کړي او تبلیغات وکړي، ترڅو ګټه ترې واخلي.»

د سياسي چارو کارپوه روح‌الله هوتک وايي: « د افغانستان د اوسني زعامت تر لېوا لاندې د ټولو چارو ترسره کېدل، د فرامینو تطبیق او بالاخره د ټولو خواوو په برخه کې کوم اقدامات چې ترسره شوي او یا هم د اطاعت کوم څرک لیدل کېږي، دا په دې دلالت نه کوي چې د دوی او د چارواکو ترمنځ د اختلاف موجود وي.»

ځينې نور بیا د  يوه داسې مکانېزم پر رامنځته کولو ټينګار کوي چې په نتيجه کې يې د اختلافاتو مخه نيول شوې وي او برعکس په حکومتي او ولسي کچه يووالي ټينګ شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب‌الرحمن شمال وايي: « د دې لپاره چې د نفاق او شقاق د شتون له امله د افغان قومونو ترمنځ له دې ډېر د تلفاتو او خساراتو سبب نه شي.»

له دې یوه میاشت وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي د چارواکو ترمنځ د اختلافونو موجوديت رد کړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist