Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
محب: سیمه او نړۍ په افغانستان کې له ترهګرۍ اندیښنه لري

محب: سیمه او نړۍ په افغانستان کې له ترهګرۍ اندیښنه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/08

د مخکېني دولت د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له شمشاد ټلوېزیون سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، سیمه او نړۍ د افغانستان په اړه اندیښمنه ده.

محب وايي، دوی دغه اندیښنې د ترهګرۍ د ودې، انساني بحران او قتصادي ناورین په تړاو دي،خو کچه یې دومره نه  ده،چې نړۍ دې یوځل بیا په افغانستان کې ځان ښکیل کړي.

د محب په باور نړۍ اوس بېرته افغانانو ته په تمه ده،چې د دوی دغه اندیښنې ځواب کړي او د حل لارې په لټه کې یې شي.

محب زیاته کړه:« نړۍ او سیمه له افغانستانه د تروریزم اندیښنه لري،په افغانستان کې د  انساني او اقتصادي بحران په تړاو اندیښنې لري، خو د دې لپاره څه حل لارې دي،بېرته افغانانو ته ګوري،چې افغانان د دې لپاره څه حل لارې راوباسي. ایا دا تشویشونه د دې لامل  کیږي،چې دلته دې یوځل بیا بین المللي لاسوهنه وشي، نه داسې نه ده دا تشویشونه په هاغه سطحه نه دي.»

حمدالله محب وايي، په اوسنیو شرایطو کې د جګړې پلوی نه دی او له دې وروسته جګړه افغانستان ته ګټه نه راوړي.

دغه راز محب د مقاومت په  نوم ډلې ته په اشارې وویل،هغه ډلې چې د اسلامي امارت پر وړاندې جګړه کوي،باید واضیح شي،چې هېواد ته یې ګټه څه ده، د کوم چتر لاندې جګړه کوي او د جګړې امکانات له کوم ځایه ترلاسه کوي. 

هغه زیاتوي:« له دې وروسته په افغانستان کې هرجنګ له دې پرته بربادي راوړي،نور ګټه نه لري او په اوسني وضعیت کې زه د جنګ پلوی نه یم او هره هغه ډله،چې د دوی پر وړاندې جنګ کوي،د کوم چوکاټ لاندې یې کوي،څه ګټي یې افغانستان ته رسیږي او له کوم ځایه امکانات راوړي، دا ډېرمهم مسایل دي.»

محب د دغې پوښتنې په ځواب کې،چې د دوحې تړون کوم ټکي دي،چې هغه د هوکړې دواړو لوریو نه دي عملي کړي وویل، دوحې  تړون پټ ضمایم درلودل،چې د افغانستان له هغه مهال حکومت سره نه دي شریک شوي او اوس باید اسلامي امارت او امریکا دواړه دا روښانه کړي.

حمدالله محب وايي، د دوحې تړون د دوی لپاره همدا یوه پایله درلوده،چې هغه  اسلامي امارت ته د افغانستان سپارل ول،چې همداسې وشول .

هغه زیاته کړه:« اصل خبره د دوحې تړون هغه برخه کې ده،چې پټې پاتې شوې او دغه تړون پټې ضمیمې درلودې،چې موږ او تاسې او هېڅ چا نه دي لیدلي، هغه ضمیمې یوازې طالبانو او امریکايي لوري سره دي، دا چې په دې کې کومې ژمنې دوی کړې وې او ولې یې نه دي عملي کړي، دا د دوی ترمنځ بحث دی. د دوحې له  تړونه چې دوی کوم نتیجه غوښته،هغه  یې ترلاسه کړه،هغه دافغانستان تسلیمول طالبانو ته وو او دا د خلیل زاد رسالت وه، چې ترسره یې کړ.»

د افغانستان مخکېني دولت د امنیت شورا مشاور اندیښنې ښي، که وضعیت په همدې توګه دوام وکړي او د افغانستان اوسني حاکمان خپلو تګلارو کې بدلون رانه ولي ،دافغانستان ولس به له سخت اقتصادي او امنیتي حالت سره مخ شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist