Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: که اسلامي هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني ملاتړ دې وکړي 

مجاهد: د نجونو ښوونځيو پرانېستل حتمي دي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/16

د ترکیې دیار باقر ښار سږ کال د دیني علماوو اوومې ناستې کوربه دی،چې د افغانستان په ګډون له ۸ اسلامي هېوادونو استازي وربلل شوي دي.

له افغانستانه د اسلامي امارت په استازیتوب په سږنۍ ناسته کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وینا وکړه او ویې ویل، د نجونو ښوونځیو بیا پرانېستل حتمي دي.

مجاهد زیاته کړه:« د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځيو خلاصېدل حتمي دي او موږ هغوی ته د نصاب په سمونې،د تګ راتګ لپاره د ترانسپورټي وسایلو په چمتو کولو او د جلا ښوونیز سیستم په جوړولو بوخت یو، ترڅو د ولسونو ذهن د نجونو زده‌کړو ته برابر شي.» 

مجاهد که څه هم ناسته کې خپله وینا د افغانستان په ازادۍ او بیارغونه کې د علماوو پر ونډې پیل کړه،خو ترڅنګ یې د هېواد ښوونیز نظام بل کلیدي بحث وه. 

مجاهد وايي،اوس لسګونه زره هلکان او نجونې د هېواد په ۱۴۰ حکومتي او خصوصي پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کوي.

هغه زیاته کړه:« تیره اداره کې د افغانستان ۷۰ سلنه خلک له زده کړو بې برخې وو، خو اوس د زده کړو کچه ټول هېواد ته رسیدلې او دا مهال د هېواد په ۱۴۰ پوهنتونونو کې په لسګونو زرو نجونې پر زدکړو بوختې دي.» 

په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې،چې د ترکیې، افغانستان، ایران، عراق، اردن، لبنان، سوریې او لیبیا استازو ګډون کړی وه، اجنډا یې د اسلامي امت پر بدلون او بیارغونه کې د علماوو ونډه ده.

د اسلامي علماوو سږنۍ ناسته اوومه هغه ده،چې هر کال  یو ځل ترسره کیږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist