Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد د بېنېټ وروستی راپور د عامه اذهانو تخریب هڅه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/21

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېت د وروستي راپور وروسته چې په کې په افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښننه ښودل شوې وه، د اسلامي امارت ویاند د نوموړي دغه راپور ته غبرګون ښودلی.

ذبیح الله مجاهد د دوحې درېیمې ناستې د ترسره کېدو په درشل کې د بشري وضعیت په تړاو په راپور کې ذکر شوي موارد او اندېښنې د عامه اذهانو د تخریب هڅه بولي.

مجاهد ویلي په ګڼو برخو کې د شته پرمختګونو سره سره، یو شمېر کسان د افغانستان حساسو موارد سره د خپلې عقدې له مخې چلن کوي او له دې لارې غواړي دغه لاسته راوړنې د ادعاوو تر شعاع لاندې راولي.

هغه زیاتوي:« د ملګروملتونو ځینو غړو او په ځانګړي ډول د ریچارډ بېنېټ راپور د دوحې د راتلونکي ناستې په درشل کې د اذهانو د تخریب هڅه ده. له بده‌مرغه په ملګروملتونو کې ځېنې عقديي اشخاص تل هڅه کوي چې د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کړي او لوی پرمختګونه د څو محدودو موضوعاتو تر شعاع لاندې راولي.»

مجاهد وايي له ټولو هېوادونو سره رغنده اړیکې غواړي؛ خو په وینا یې نړۍ دې هم د تېرو ناکامه تجربو په کارولو سره پر سرپرست حکومت د فشار راوړلو هڅې نه کوي.

هغه زیاته کړې، نړۍواله ټولنه باید د افغانستان ځمکني واقعیتونه درک او د رغنده دریځ نیونې هڅه وکړي.

خو بل پلو د سیاسي چارو شنونکي وایي، اسلامي امارت ته پکار ده چې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو ترڅنګ هغه لګېدلي محدودیتونه لرې کړي چې نړۍ یې تل په تړاو اندېښنه ښيي او د لرې کېدو غوښتنه یې کوي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« زه فکر کوم چې دا نه یوازې د نړیوالو لپاره یوه ستونزه ده دا ملي ارزښت او نړیوال ارزښت دواړه لري. زه وايم د دې لپاره چې دغه ډول پلمې نړیوالو ته په لاس ورنه شي، ښه به دا وه چې د نجونو حقونو مساله، د هغوی زده کړو مساله، دغه ټولې باید په پام کې ونیول شي او ورته د پای ټکی کېښودل شي. دا چې نړیوالو ته دا پلمه په کار ده او اوس ویل کېږي چې نړیوال غواړي چې عامه ذهنیت واړوي، د عامه ذهنیت مساله نو طبعا په دې درېیو کلونو کې په وار وار ده چې دا خبره کېږي، هم د سیمې هېوادونه دا خبره کوي، په ځېنو سیمه ییزو ناستو کې او هم نړیوال دا خبره کوي، نو دا په رېښتا د افغانستان لپاره یوه ډېره لویه ستونزمنه خبره ده.»

ځېنې نور بیا په دې باور دي، چې سرپرست حکومت که په غواړي له نړۍ سره مشروع او رسمي تعامل ته ولاړ شي، باید په کور دننه د بشري حقونو په برخه کې  د شته ننګونو معقولې حل لارې ولټوي.  

د سیاسي چارو شنونکی عبدالوارث امیري وايي:« د افغانستان اوسنی حکومت د اساسي قانون له نشتون سره مخامخح دی، دا خبره سمه ده چې قرانکریم زموږ د ټولو کتاب او قانون دی، خو ټول هغه شان عامه پوهه نه لري چې په ټولو مسایلو باندې پوه شي. له دې ور اخوا د نظام ډول دی، باید مشخص شوی وی، تعریف شوی وی او د هېواد نورو وګړو ته چې هغه اهل د کار وو، هغوی ته باید په نظام کې د کار زمېنه برابره شوې وی او دوی هم باید ځان په نظام کې لېدلی وی. زه فکر کوم که موږ دغه ستونزې حل کړې وی، موږ کولی شوی چې د دوحې له ناستې د هېواد او نظام پر ګټه باندې ډېره ګټه ترلاسه کړو.»

د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ دوه ورځې وړاندې د دې سازمان د بشري حقونو شورا ۵۶مې ناستې ته خپل راپور وړاندې کړ، چې ګڼو مواردو ته تر اشارې وروسته یې له دې سازمان وغوښتل چې د یادو محدودیتونو او ستونزو تر لرې کېدو پورې دې له افغان حکومت سره رسمي تعامل ته مخه نه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

همکار: هېواد کې د برېښنا اړوند ۲۵۰ پروژو چارې روانې دي
افغانستان

همکار: هېواد کې د برېښنا اړوند ۲۵۰ پروژو چارې روانې دي

سپتمبر 23, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist