Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي  قطر کې میشتو د افغانستان لپاره  د یو شمیر هېوادونو سفیرانو او ځانګړو استازو سره کتلي

متقي  قطر کې میشتو د افغانستان لپاره  د یو شمیر هېوادونو سفیرانو او ځانګړو استازو سره کتلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/02

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د سه شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۲ کال د زمري پر ۱۰مه» قطر کې میشتو د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او ځانګړو استازو سره په بېلابېلو مسایلو خبرې کړي دي.

د  یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دې ناسته کې چې د امریکا، برتانیا، هسپانیا،  سویلي کوریا، هالنډ، ایټالیا، استرالیا او کاناډا هېوادونو استازو ګډون کړی وه.

تکل زیاته کړې، په دې کتنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان د حکومت د وروستیو سیاسي، اقتصادي، امنیت، ښې حکومتدارۍ، مخدره توکو پر ضد مبارزې، د سلګونو پروژو پيلولو او دغه راز نورو هر اړخیزو لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه مالومات ورکړي.

په ناسته کې د افغان د سرې میاشتې ټولنې معاون ملانور الدین ترابې‏ هم د سرې میاشتې د فعالیتونو او دغه راز د یوه مستقل ارګان په توګه پر هغو اړتیاوو خبرې کړي، چې دغه ټولنه ورته اړتیا لري.

په غونډه کې د مالیې وزارت د خزاینو عمومي مشر  نصرت الله محمود د مالي او اقتصادي وضعیت په اړه مالومات ورکړي او دغه راز د افغانستان بانک د عملیاتي بازار عمومي مشر محمد عباس سامح  هم ګډونوالو ته د افغانستان په بانکي سکتور کې د شفافیت، پرمختګونو او میکانیزمونو په اړه مالومات ورکړي دي.

په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او ورسره پلاوي د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو پوښتنو او اندېښنو ته ځوابونه ویلي او زیاته کړې یې ده، چې دغه نمایندګۍ د دې پر ځای چې له لري څخه د افغانستان لپاره خپل ماموریت پر مخ یوسي، باید په افغانستان کې وجود ولري او د افغانستان اوسني واقعیتونه له نږدې وګوري.

په دغه ناسته کې د ورته غونډو پر دوام او له افغانستان سره پر تعامل او ښکېلتیا  هم ټینګار شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist