Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لانا نسبیه: له ا.ا غواړو چې پر افغان ښځو لګیدلي بندیزونه لرې کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/22

په ملګرو ملتونو کې د متحده عرب امارتو دایمي استازې لانا نسبیې په افغانستان کې د ښځو او نجونو روان وضعیت ښکاره جنسیتي بېلوالی یاد کړی دی.

لانا چې د ښځو مشرۍ په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځانګړې کلنۍ غونډې ته وینا کوله وویل، دا هیڅ د منلو نه ده،چې د یوه کال په تېرېدو سره نجونې لا هم په افغانستان کې ښوونځیو ته نه ځي.

هغې زیاته کړه:« پوره ۴۰۰ ورځې کیږي،چې په افغانستان کې نجونې منځنیو ښوونځیو او لیسو ته نه پرښودل کیږي. د نجونو ښوونځیو بندولو ته هېڅ توجیه نشته دی. متحده عرب اماراتو ته دا او د افغان ښځو پر وړاندې نور محدودیتونه د منلو وړ نه دي. له ټولنیز او عام ژوند د افغان ښځو جلا کول،د دې بېلګه ده،چې د ښځو پر وړاندې لا هم ډول ډول تاوتریخوالی روان دی.»

نسبیې سټیج ټینګار کړی،چې د ښځو د ځواکمنولو شعار دې بس شي او ښځو ته دې په واقعي مانا ځواک ورکړل شي.

دغه راز نسبیې د افغان ښځو هڅې ستایلي،چې په داسې شرایطو کې یې خپلې هڅې نه دي پریښي او په انلاین ډول نجونې زده کړو ته هڅوي.

هغې زیاته کړه:« له روان تاوتریخوالي سربېره نجونې هڅې کوي،چې خپلو زده کړو ته په افغانستان کې دوام ورکړي. هغو په انلاین ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکوي. موږ کولی شو،ښځې له انلاین ژوند راوباسو او موږ د دې وړتیا لرو. که موږ دا ومنو،دا ښکاره جنسیتي بېلوالی دی.»

افغانستان کې د نجونو منځنیو ښوونځیو او لیسو د بیا پرانیستې لپاره داسې مهال پر نړیواله کچه لابي کیږي،چې اسلامي امارت وایي دوی د نجونو لپاره پر جلا درس خونو او ځانګړي ټرانسپورټ کار کوي.

له نړیوالو او عامو افغانانو سربېره پر اسلامي امارت کې دننه هم داسې کړۍ شته دي،چې نور له ځنډ پرته د نجونو ښوونځیو پرانېستل غواړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist