Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: د حکومت څرنګوالي په تړاو د هېوادونو څرګندونې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ده

فطرت: د حکومت څرنګوالي په تړاو د هېوادونو څرګندونې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/09

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي، د افغانستان په تړاو د ګاونډیوهېوادونو له مثبت دریځ او رغنده نظرونو هرکلی کوي؛ خو د ټولګډونه حکومت جوړېدو په نوم نسخه یې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په مانا ده.

د فطرت په خبره، له هغو هېوادونو چې په افغانستان کې د حکومت د نوعیت په تړاو مشورې ورکوي، غواړي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

فطرت په دې اړه وايي: « افغانستان یو خپلواک هېواد دی او هېڅوک باید زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي. متأسفانه یو شمېر هېوادونه اوس هم په افغانستان کې د نظام د نوعیت په اړه بحث کوي چې باید دلته همه شمول نظام جوړ شي. دا ټول هغه څه دي د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې په مانا دي، هېڅ هېواد باید د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.»

اسلامي امارت مرستیال ویاند له هېوادونو دا هم غواړي چې د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ په راخلاصولو او د لګېدلو بندیزونو په لرې کولو کې مرسته وکړي.

د فطرت  په خبره، ځینې هېوادونه د مختلفو پلمو له لارې د فشارونو واردولو هڅې کوي؛ په داسې حال کې چې فشارونه یې نه یوازې دا چې کوم ځای نه نیسي بلکې د عامو افغانانو په ژوند منفي اغېز کوي.

هغه زیاتوي: « متأسفانه ځینو هېوادونه لاهم په مختلفو بهانو د فشارونو واردولو هڅې کوي، خو نه یوازې دا چې د دوی فشار ګټه نه لري، بلکې د افغانانو پر ژوند منفي تأثیر لري.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، د قانون پر بنسټ د سرپرست حکومت پر ځای د دایمي حکومت رامنځته کول د هېوادونو د بې ځایه څرګندونو او مداخلو مخه نیولی شي.

دوی غوښتنه کوي چې افغان لوری باید د قانون پر بنسټ د دایمي حکومت درې ګونې قواوې رامنځته کړي، ترڅو له دې سره د نړیوالو پلمې هم پای ته ورسیږي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « اساسي قانون، مقننه قوه، اجرائیه قوه او قضائیه قوه رامنځته کړي او له سرپرستۍ ځان خلاص کړي او یو ثابت حکومت رامنځته کړي.»

ځینې نور بیا وايي، نه یوازې د سرپرست حکومت دوام د حکومت د څرنګوالي لپاره هېوادونو ته د مداخلې او نیوکو زمینه برابره کړې، بلکې دغه کار د افغانستان نظام له رسمیت پېژندنې هم لرې کړی دی.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب‌الرحمان شمال وايي: « د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې یو له مهمو انتقادونو هم په افغانستان کې له تېرو درېیو کالو راهیسې په همدې بڼه د سرپرست حکومت ادامه ده. له بده مرغه د ډېرو هڅو سربېره هم د نړۍ هېڅ یو هېواد د هغوی پر رسمیت پېژندلو ته نه دی حاضر شوی.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت په رامنځته کېدو ټینګار کوي.

د کارپوهانو په باور، هغه هېوادونه چې د ټولګډونه حکومت غوښتنه کوي، غواړي له دې لارې د افغانستان په حکومت کې داسې څېرې ځای پرځای کړي چې د دوی ګټې خوندي کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist